''د هم مهاله بریدونو ترشا د حقاني لاس کېدی شي''

د عکس سرچینه، BBC World Service
- Author, جاويد کوټوال
- دنده, واشنگټن مېشتى افغان ورځپاڼه ليکوونکى
د امريکا د دفاع وزارت ويلي ډېر احتمال لري چې په افغانستان کې د هم مهالو بريدونو تر شا د حقاني د شبکې لاس وي.
د پنتاګون مطبوعاتي سکرتر جورج ليټل خبريالانو ته په خبرو کې وويل چې د لومړنيو نښو څخه داسې ښکاري چې د کابل په هماهنګ شويو بريدونو کې د حقاني شبکه ښکېله وه.
ده زياته کړه چې د پسرلي له راتګ سره سم موږ اټکل کاوهٔ چې داسې پېښې به رامنځ ته شي، او همداسې هم وشول.
د پنتاګون وياند د ولسمشر کرزي د هغې وينا سره چې ګواکې دا پېښه د استخباراتو ماتې وه، موافقه ونه ښوده او ویې ويل چې مونږ داسې احساس درلود چې دا پېښه به رامنځ ته شي.
ده داهم وويل چې دا تمه چې ګواکې ائتلافي ځواکونه دې له وړاندې د ياغيانو په هر بريد خبر وي.
ښاغلې ليټل دغه اتلس ساعته بريدونه له وړاندې پلان شوی وباله او د هغوې پهٔ وړاندې يې د افغان امنيتي ځواکونو ځواب ډېر اغېزناک وباله.

د عکس سرچینه، AP
نوموړي د ځينيو کړيو لخوا د ويتنام د "ټيټ" په نوم د يوهٔ بريد سره ددې بريدونو پرتله رد کړه او ويې ويل چې ټيټ بريد" يو پراخ نظامي و پداسې حال کې چې د کابل بريدونه د تروريستې عملونو يوه کړۍ وه.
له بلې خوا د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن د خپلې پاکستان سيالې حنا رباني کهر سره د بريدونو په رابطه خبرې وکړې.
کلنټن آغلې کهر ته وويل چې پاکستان او افغانستان دې په شريکه د ورته ترهګريزو بريدونو د ودرولو لپاره کوټلي اقدامات وکړي. نوموړې وويل چې د ترهګرۍ او ترهګرو ماتې د امريکا، ايساف، افغانستان او پاکستان ګډ مسئوليت دی.








