صلاح الدین رباني د سولې عالي شورا رییس وټاکل شو

د سولې د عالي شورا نوي ټاکل شوي رییس په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د شته والي علت نا امنۍ او جگړې وبللې

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د سولې د عالي شورا نوي ټاکل شوي رییس په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د شته والي علت نا امنۍ او جگړې وبللې

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي د سولې د عالي شورا د وژل شوي رییس برهان الدين رباني زوى <link type="page"><caption> صلاح الدين رباني</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2012/04/120414_ss-salahuddin-rabbani-biography.shtml" platform="highweb"/></link> د هغه پر ځاى ټاکل شوی دی.

د ولسمشرۍ دفتر وايي دا ټاکنه د شورا د غړو په یوه ښکاره رايه اچونه کې ترسره شوې ده.

وینا پاڼه کاږي، چې په دې رايه اچونه کې ولسمشر کرزي له خپلو مرستیالانو او یو شمېر جګپوړو افغان چارواکو سره ګډون کړی و.

<link type="page"><caption> صلاح الدین رباني</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2012/04/120414_ss-salahuddin-rabbani-biography.shtml" platform="highweb"/></link> د شورا د ریس له ټاکل کېدا وروسته وویل:

"زه په دې باور یم چې په هېواد کې د امنیت او ثبات د ټینګښت یوازینۍ لاره سوله ده. موږ سولې ته د یو دیني اصل په توګه ګورو. جهاد چې زموږ له دیني فرایضو څخه دی، ازادي، ثبات، امنیت او له لويه سره سوله ییز ژوندانه ته د رسېدلو یوه وسیله ده".

ښاغلي <link type="page"><caption> صلاح الدين رباني</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2012/04/120414_ss-salahuddin-rabbani-biography.shtml" platform="highweb"/></link> زياته کړه:

"د سولې بهیر په هېواد کې هغه مهال کولای شي لاس ته راوړنه ولري چې مشري یې په خپله د افغانانو په لاس کې وي، له هغه پرته نه شو کولای د دغه ملي او اسلامي رسالت د پرمخ بیولو په لاره کې د ملت باور ترلاسه کړو."

د سولې د عالي شورا نوي ټاکل شوي رییس په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د شته والي علت نا امنۍ او جگړې وبللې :

" په هېواد کې د جګړې او نا امنیو دوام په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د شتون سبب شوی دی. د سولې د ټینګښت په لاره کې هڅه په حقیقت کې په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د شتون اړتیا ته د کمښت په لاره کې یو ګام دی او بهرنیو ځواکونو ته د وتلو لاره خلاصوي."

د صلاح الدین رباني په برخه کې له ډيره وخته دا گنگوسې وې چې د خپل پلار څوکۍ به ترلاسه کوي.

داسې خبرې هم کيدې چې ځينې پخواني جهادي مشران لکه حضرت صبغت الله مجددي او يا سيد احمد گيلاني ښايي وټاکل شي.

برهان الدين رباني د ۱۳۹۰ کال د وږې په ۲۹مه نېټه په خپل کور کې د يوه ځانمرګي بريد له امله ووژل شو.

د ښاغلي رباني تر وژل کيدا وروسته <link type="page"><caption> صلاح الدين</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2012/04/120414_ss-salahuddin-rabbani-biography.shtml" platform="highweb"/></link> د اسلامي جمعيت ګوند ځای ناستی وټاکل شو او دا دی اوس د سولې د عالی شورا د مشرۍ دنده هم وروسپارل شوه.

د افغانستان د سولې عالي شورا تير کال د یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو، د ملي شورا له غړو او مدني ټولنو له یو شمېر استازو نه په دې موخه جوړه شوه چې له طالبانو سره د خبرو اترو لارې چارې ولټوي.