افغان سکان اوس هم مذهبي مراسم په ډاډ نه شي نمانځلی

هندوانو او سکانو په جلال آباد کې يو ځل بيا پر حکومت د خپلو بچيانو لپاره د يوه ځانگړي ښوونځي د جوړلو غږ کړی دى.
دا غوښتنه د ويساک د مذهبي مراسمو پر مهال وشوه چې همدا شپې ورځې د ننگرهار په سره رود ولسوالۍ کې نمانځل کېږي.
د تېرو لسيزو په کورينو جگړو کې هندوان او سکان له دوه گوني – قومي او مذهبي تبعيض نه کړېږي چې آن د ويساک په څېر د يوه مهم جشن نمانځل يې هم محدود کړی دی.
تر جگړو دمخه ويساک، د رنگونو او ښاديو يوه ننداره وه چې يوه اوونۍ به يې په تېره بيا د ننگرهار سور رود په سر اخيستى و خو اوس دا هرڅه د وېرې او ترهې په سيوري کې ترسره کېږي.
د افغانستان د هندو ټولنې له يوه فعال او د پښتو ژبې له تکړه شاعر او اديب داياسنگ انجان نه زموږ همکار داود جنبش د يوې مرکې په ترڅ کې لومړى د ويساک سابقه پوښتلې ده.
دا مرکه دلته واورﺉ




