''د افغانستان ۱۰۰ ډوله مرغان او ژوي د ورکېدو په حال کې دي''

مرغان

د عکس سرچینه، Bird Life

د عکس تشریح، د هرات سیمه ییز چارواکي وایي زرکې، بازان، میناوې او ان کارغان ګاونډيو هېوادونو ایران او پاکستان ته په قاچاقی توګه وړل کېږي.
    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, کابل

په افغانستان کې نژدې سل ډوله الوتونکي او ژوي د ورکېدو له خطر سره مخامخ دي.

که څه هم په افغانستان کې د ژویو ښکار د یو فرمان له لارې منع کړای شوی، خو لا هم د وحشي ژويو او الوتونکو په ښکار له بنديز سره سره ځینې کسان وحشي ژوي يا ژوندي نيسي او يا يې هم د غوښې او پوستکو د خرڅلاو لپاره ښکار کوي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې ملي ادارې ویاند ډاکتر محمد خالد نسیمي وايي دا مهال لسګونه ډول وحشي ژوي د ورکېدو له خطر سره مخامخ دي، چې دوی یې د ښکار او ورکېدو د مخنیوي په موخه د قانون یوه مسوده د عدلیې وزارت هم استولې ده.

افغان ولسمشر حامد کرزي کرزي د یوه فرمان له مخې په ١٣٨٤ لمريز کال په ټول هېواد کې د پنځو کلونو لپاره پر ښکار بنديز ولګاوه، چې وروسته بیا د چاپېریال ساتنې ادارې په وړانديز په ١٣٨٩ کال د پنځو نورو کلونو لپاره وغځېد.

خو دغه حکم په بشپړ ډول نه دی پلی شوی.

د وحشي ژویو تر څنګ د افغانستان په یو شمېر سیمو کې په ناقانونه ټوګه د ځنګلونو وهل هم روان دي چې د چارواکو په وینا د هوا د ککړتیا د ډېروالي او یو شمېر طبیعي پېښو لامل شوي دي.

مرغان
د عکس تشریح، افغانستان کې دا مهال د ښکار قانون نه دی عملي شوی.

تېر کال د هرات ولایت د چاپېریال ساتنې ادارې په سیمه کې د نادرو او ارزښتناکه الوتونکو پر پیر او پلور بندیز لګولی و او د پولیسو په مرسته یې د نادرو مرغانو یوشمېر پلورونکي نیولي هم وو.

او تر هغه وړاندې بیا، په دغه ولایت کې د نادرو مرغانو پر ښکار بندیز لګول شوی و، خو دا لومړی ځل دی چې چارواکي د دا ډول الوتونکو د پلورلو د مخنیوي په موخه عملي ګام پورته کېږي او د ورکېدو په اړه یې اندېښنې په ډېرېدا دي.