''د کندهار د پېښې په پلټونکي پلاوي برید شوی"

د عکس سرچینه، AP
د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار کې پر هغه پلاوي برید شوی، چې د یوه امریکايي پوځي له خوا د ولسي وګړو د وژنې د پلټنې لپاره استول شوی و.
افغان چارواکو ویلي، په دې پلاوي کې د ولسمشر حامد کرزي دوه وروڼه، او یو شمېر نور جګپوړي افغان امنيتي چارواکي وو.
راپورونه وايي، افغان امنيتي ځواکونو له برید کوونکو سره نښته کړې، خو تر اوسه د ممکنه تلفاتو کره راپور نه دی ورکړل شوی.
د تېرې یکشنبې په سپیده داغ د کندهار پنجوايي ولسوالۍ کې یوه امریکايي پوځي ۱۶ ولسي وګړي ووژل، چې ډېر پکې ماشومان وو.
دغه اته دیرش کلن سرتېری دا مهال د امریکايانو په توقیف کې دی.
راپورونه وايي چې تورن امریکايي پوځي په عراق کې درې ځلې پوځي دنده ترسره کړې ده او افغانستان ته د لومړي ځل لپاره تللی دی.
یوه افغان چارواکي بي بي سي ته وویل: "طالبانو له څو خواوو پنجوايي ولسوالۍ کې پر حکومتي پلاوي برد کړی دی. دغه پلاوی پنجوايي ته له قومي مشرانو او خلکو سره د لیدو په موخه تللی و. "
د جلال اباد مظاهره
پر همدې مهال، د ختيځ جلال اباد پوهنتون محصلینو هم مظاهره کړې ده.

د عکس سرچینه، AFP
په ننګرهار کې د بي بي سي خبریال ببرک میاخېل وايي، سلګونه قهرېدلو مظاهره کوونکو د کابل – جلال اباد لویه لار د یوه ساعت لپاره تړلې وه او د امریکا ولسمشر بارک اوباما مجسمې ته یې اور ورته کړ.
نوموړی وايي چې مظاهره کوونکو د تورن امریکايي پوځي د محاکمې غوښتنه کوله.
په تېره دوشنبه د امریکا ددفاع وزیر لیون پنېتا خبریالانو ته وویل، که چېرې وژونکی امریکایی پوځي د کلیوالو په وژنه پړ وخېژي، شاید د مرګ له سزا سره مخامخ شي.
نوموړي ویلي، چې تورن پوځي به د امریکا د پوځي قوانینو له مخې محاکمه شي.








