غبرګونونه
ایساف
په افغانستان کې میشت د آیساف ځواکونه د ناټو ځواکونو د یوه سرتیري له خوا د ولسي وګړو پر وژنه خواشیني ښوولې.
آیساف دا مني چې په کندهار کې ددوی له اډې سره په خوا کې د ناټو یوه سرتیري څو تنو ولسي افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د آیساف ځواکونو مرستیال قومندان وايي دی نه پوهیږي چې ددې بې رحمانه پېېښې انګېزه څه وه. خو وايي چې دا د آیساف عملیات نه وو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزرات بي بي سي ته وویل سیمې ته یې دپېښې د څېړنې په موخه یو پلاوی استولی.
آیساف ددغې پېښې په رامنځ ته کېدو خپله ژوره خواشیني ښوولې او وايي په دې اړه یې وار دمخه څېړنې پیل کړې دي.
آیساف د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا غمجنه او وېرونکې پېښه بولي او زیاتوي چې دا د آیساف د عملیاتو کومه برخه نه وه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزرات هم ددې پېښې سخته غندنه کړې او وايي چې سیمې ته یې د څېړنو په موخه یو پلاوی استولی دی.
کورنیو چارو وزارت
ددې وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل چې د پېښې د قربانیانو کره شمېره لا هم نه ده معلومه.
په افغانستان کې د امریکا سفارت هم د پېښې په رامنځته کېدو خواشیني ښوولې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښوولې ده.
ناټو
او د ناټو د سرتیري کړنه یې یو وحشيانه عمل بللی دی.
د امریکا سفارت
د امریکا سفارت ویلي چې د پېښې په تړوا یو امریکايي سرتیری نیول شوی دی.
او د افغانستان خلکو ته یې ډاډ ورکړی چې د دې پېښې د ترسره کوونکی تر پیژندلو وروسته به یې محکمې ته وړاندې کړي.








