ملي امنیت وايي د یوه سیاسي ګوند د مشر د وژنې طراحان یې نیولي

د عکس سرچینه،
- Author, ماریا صدیقي
- دنده, کابل
د ملي امنییت اداره وايي، دغه دری تنه افغانان دي، چې شاوخوا څو میاشتې مخکې يي د ښاغلي کابلي د وژنې دسیسه برابره کړې وه.
د افغانستان د ملي امنیت اداره د یوه سیاسي ګوند او د یوه سیمه ييز ټلویزیون د مشر نجیب الله کابلي د وژنې په تور د دریو تنو نیول منلي دي.
د دغې ادارې ویاند لطف الله مشعل بي بي سي ته وویل، چې د ښاغلي کابلي د وژنې په تور درې تنه نیول شوي کسان په ځینو نورو امنیتي پېښو کې هم تورن دي:
''د ۱۳۸۹ کال د شپږمې میاشتې په دېرشمه نېټه، د ملي امنیت ادارې، دری تنه نیولي و، چې په ځینو ترهګریزو کارونو باندې مشکوک و او همدارازد ترورو په جرم، چې یو مورد يې د نجیب کابلي د وژنې جرم وو. همدغه کسان مو له څېړنې وروسته قانوني څارنوالی ته سپارلي دي.
اوس مهال د دغې دوسیې مسؤولیت د داخلي او خارجي امنیت په ضد څارنوالي لري. له موږ نه دوسیه تللې ده، زه یوازې دغه موضوع تاییدولی شم.''
د افغانستان د ملي امنیت ادارې په دې اړه د نورو جزییاتو له ورکولو ډه ډه وکړه.
نجیب الله کابلي، چې نن د تورنو د دوسیې په اړه يې خبریالانو ته معلومات وړاندې کول، وویل چې تېر کال د افغانستان د امنیتي ادارې لخوا ورته خبر ورکړل شوی وو، چې اوو تنو د ده د وژلو نیت درلود، خو بیا دغه کسان د امنیتي سرتېرو لخوا ونیول شول.
ښاغلی کابلی ادعا کوي، چې په افغانستان کې ځینې کړۍ د ایران د استخباراتي کړیو په مرسته هڅه کوي، چې نیول شوي کسان د افغانستان د عدلي او قضايي ادارې له منګولو خلاص کړي:
''د اوو تنو دوسیې د دریم زون محکمې ته رارسېدلي دي، چې په راس کې يې. له هغې ورځې راهیسې، چې د تورنو کسانو دوسیه رارسېدلې ده، له اړونده قاضي څخه يې دوسیې اخیستې او له ځان سره يې ساتلې دي.
هغه راپورونه چې موږ ته رارسېدلي، فکر کوم، چې اړوند مشران، د زون مشران څه معاملې کوي، چې ممکن له ایرانیانو څخه د میلیونو ډالرو په بدل کې دغه تورن کسان خوشي کړي.''
د ملي امنیت ادارې له دغو کسانو سره د ایران د استخباراتي کړیو د لاس لرلو په اړه څه ونه ویل، خو دا يي منلې، چې د نیول شویو کسانو دوسیې يې پوځي څارنوالۍ ته لېږلې دي.
لا روښانه نه ده، چې د دغو کسانو دوسیې ترکومه څېړل شوي.
نجیب الله کابلی ډیر وخت پر ایران پراخې نیوکې کوي او څو ځلې یې د ایران پر ضد خلک لاریونونو ته هم هڅولي دي.








