اندونیزیا ۷۷ ناقانونه افغان کډوال نیولي

هر کال زرګونه پناه غوښتونکي استرالیا ته د سمندر له لارې د رسېدو هڅې کوي.
د عکس تشریح، هر کال زرګونه پناه غوښتونکي استرالیا ته د سمندر له لارې د رسېدو هڅې کوي.
    • Author, هدايت الله هميم
    • دنده, کابل

اندونیزیا وايي چې په دغه هېوا کې یې ۷۷ ناقانونه افغان کډوال نیولي.

ددغه هېواد انتارا خبري اژانس د چارواکو له خولې رسنیو ته ویلي دغه کسان یې جاکارتا ته څېرمه په سیکامپک لویه لار تر نیول کېدو وروسته د کډوالو چارو کاراونګ په نامه دفتر ته رسپارلي دي.

ددغه دفتر ویاند تیتو اندریانو رسنیو ته ویلي، ۷۷ افغان کډوالو د اندونیزیا له لارې استرالیا ته د رسېدو او هلته د پنا اخیستو هڅه کوله.

دوی وايي، دغو کډوال هوډ کړی و چې د جاوا په ختيځ کې د کښتۍ له لارې استرالیا ته ولاړ شي.

د کډوالو ددغه دفتر یوه بل چارواکي ویلي، چې له نیول شوو افغانانو ۱۷ یې د تېښتې هڅه وکړه.

دا لومړی ځل نه دی چې افغان ناقانونه کډوال د اندونیزیا له لارې استرالیا ته د تګ په تکل په دغه هېواد کې نیول کېږي.

په تېر دسمبر کې هم د جاوا په ختيځ کې لږترلږه ۹۵ کسان هغه مهال ووژل شول، چې بېړۍ یې د سمندر توپاني څپو ووهله او تر ۱۰۰ ډېر نور پکې ژوبل شول.

په دغو کډوالو کې افغانان، ایرانیان او ترکان وو.

او تر هغه وړاندې، په تېر نومبر کې بیا، د اندونیزیا د جاوا په لوېديځ کې د خرابې هوا او د سمندر په مستو څپو کې د بېړۍ د ډوبېدو له کبله لږترلږه ۶۰ مسافر ووژل شول او ۱۰۰ نور ژوبل شول.

ددوی له ډلې اندونیزیايي سمندري ژغورونکو ایله ۴۷ مسافر وژغورل، خو یو شمېر نامعلوم کسان تری تم شول.

هر کال زرګونه پناه غوښتونکي استرالیا ته د سمندر له لارې د رسېدو هڅې کوي، او ګڼ ناقانونه کډوال اندونیزیايي بشري قاچاق وړونکو ته هلته د رسېدو په موخه پیسې ورکوي.

په جاکارتا کې د بي بي سي خبریاله کریشمه فاسوامي وايي، اندونیزیا غالباً د ناقانونه کډوالو د تېرېدو یوه سیمه ده، داسې چې په سیمه کې پر نړیوالو پولو کنټرول ستونزمن وي.