چمن: پاکستان د افغان سوداګرو لارۍ خوشې کړې

لارۍ
د عکس تشریح، د ویلو ده چې یوه میاشت وړاندې په چمن کې افغانستان ته د ترانزیت مالونو کتل پیل شوي دي.

د پاکستان بلوچستان په چمن ښار کې پاکستاني پوځيانو یوځل بیا د افغان سوداګرو په توکو بار لسکونه لارۍ درولې وې.

په دغو لاریو کې د افغان سوداګرو مالونه بار دي، خو پاکستاني چارواکي وايي په دې شک یې درولې، چې ګني د ناټو اکمالاتي توکي به په کې وي

د تېرې جمعې پر ورځ (جنوري ۶)، پاکستاني پوځيانو ددغو لاریو مالونه لټول.

په چمن کې د سرحدي عسکرو د سرچینو په وینا، دا ګام یې ځکه اخیستی، چې دوی ته په دغو لاریو کې ناټو ځواکونو ته د اکمالاتي توکو د لېږد خبر ور رسېدلی و.

خو له پلټنې وروسته دغه لارۍ د جمعې پر مازدیګر افغانستان ته روانې شوې.

د ویلو ده چې یوه میاشت وړاندې په چمن کې افغانستان ته د ترانزیت مالونو کتل پیل شوي دي.

پر همدې مهال، د افغانستان د سوداګرۍ خونه او افغان سوداګر سخت خواشيني دي، چې مالونه یې پروخت نه رسېږي، او ان ځینې داسې سوداګریز مالونه هم پکې شته، چې د وخت په تېرېدو سره خرابېږي.

د ناټو توکي
د عکس تشریح، پاکستان وايي چې افغانستان کې د ناټو پر اکمالاتو مالیه غواړي.

پاکستان افغانستان ته پر تلونکو سوداګریزو توکو محدودیت هغه مهال وضعه کړ، چې د تېرې میاشتې په وروستیو کې مومندو ایجسنۍ کې د ناټو بمبار ۲۴ پاکستاني پوځيان ووژل.

په دې سره د واشنګټن او اسلام اباد اړيکي ترینګلي شول.

پاکستان وویل چې افغانستان ته د ناټو ځواکونو ته په هر لیتر تیلو او اکمالاتي توکو به مالیه اخلي.

دا مهال په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ډېر مالونه بند پاتې دي.