برېښنا شرکت د څرخي پله د برېښنا د پارچاو ګواښ وکړ

برېښنا

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د برېښنا شرکت ويلي د عدلي وزارت يې ۲.۴ میليون ډالره پوروړی دی، چې ډېر پور يې له څرخي پله زندان سره تړاو لري.

د افغانستان د برېښنا شرکت ګواښ کړی، که چېرې د څرخي پله زندان د برېښنا بېلونه ورنه کړل شي، برېښنا به پرې پارچاو کړي.

دغه شرکت وايي د يو شمېر نورو حکومتي ادارو پر وړاندې هم پر ورته ګام غور کوي.

د افغانستان برېښنا شرکت په خپل هېواد کې د برېښنا د توليد او وېش چارې اداره کوي.

۴۰ میلیون پور

دغه شرکت خپل پورونه نژدې ۴۰ میليون ډالره اټکلوي.

په کابل کې د بي بي سي خبريال بلال سروري په خپل راپور کې وايي، د برېښنا شرکت مالي ادارې مشر ميرويس عليمي بي بي سي ته وويل چې مرکزي يا د څرخي بله زندان تر تولو ناوړه پوروړی دی.

ده ويلي د عدلي وزارت يې ۲.۴ میليون ډالره پوروړی دی، چې ډېر پور يې له څرخي پله زندان سره تړاو لري.

ښاغلی عليمي وايي پرېکړه يې کړې چې د ورځې په اوږدو کې برېښنا پرې کړي، او په دې سره يو پيغام ورواستوي.

د څري پله زندان

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د څري پله زندان مشر وايي چې له مالیې وزارت د زندان د برېښنا د بېلو د ورکړې په تمه دی.

خو د زندان مشر جنرال امير محمد جمشيدي بيا له خپل لوري وايي دی ماليې وزارت ته په تمه دی چې د زندان د بوديجوي چارې غوڅې کړي.

ده ويلي زندان به ډېر ژر خپل پورونه پرې کړي.

د برېښنا شرکت مالي ادارې مشر ميرويس عليمي وايي د يوشمېر واليانو دفترونه، پوليسو امنيتي مشرانو ادارې يې هم د شرکت پوروړي دي، او که دوی هم خپل بېلونه ورنه کړل، برېښنا به پرې پرې کړي.

ښاغلي عليمي زياته کړې چې پر عدليې وزارت سربېره، د اطلاعاتو او فرهنګ، لوړو زده کړو او هم مخابراتو وزارتونه هم د خپلو بېلونو په ورکړه کې پاتې راغلي دي.