"د نشه يي توکو پر ضد سيمه ييزې همکارۍ ته اړتيا ده"

- Author, خپلواک ساپی
- دنده, کابل
افغانستان ، پاکستان او ایران د ملګرو ملتونو د سازمان په ملاتړ په خپلو کې د نشه يي توکو خلاف مبارزه کې د ګډې همکارې د پراختیا لپاره په کابل کې د لوړې کچې غونډه جوړه کړې وه.
په افغانستان کې د نشه يي توکو د کر او تولید د مخنیوي پر لارو چارو غور او په ګډه د نیشه توکو د قاچاق وړونکو خلاف د سختو ګامونو اخیستل په کابل کې د وزیرانو په کچه د دغې جوړې شوې درې اړخیزې غونډې د بحثونو دوه مهم ټکي و.
خبریالانو ته د غونډې د پریکړو د اعلان پر مهال د غونډې برخه وال په اتفاق سره په دې باور و چې په افغانستان کې د نشه يي توکو په تولید کې د کمي راوستل د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د هڅو تر څنګه پراخې سیمه يیزې همکارۍ ته اړتیا لري.
د قاچاقاقو د مخنیوي لپاره د پولو کنټرول، د استخباراتي معلوماتو شریکول او د اړتیا په صورت کې د قاچاق وړونکو خلاف په شریکو پولو کې ګډ عملیات د ګډې همکارۍ مهم جزیات یاد شول.
په افغانستان کې د نشه يي توکو خلاف مبارزه کې د کابینې وزیر ضرار احمد مقبل د نیشه توکو د قاچاقود لارو تړل په هیواد کې د دغو توکو د کر او تولید د کچې له کمیدو سره تړلې خبره وبلله:
"نشه يي توکو ته اسان لاس رسی د دغو توکو د کر او تولید د هڅوونې یو مهم لامل دی. نو ځکه خو پکار ده چې موږ په ګډه د قاچاقو مخنیوي ته هم کلک پام واړو. په دې کې د همکارۍ کچه له دې معلومیدی شي چې کوم هیواد په کال کې څومره قاچاق او څومره قاچاق وړونکي نیسي؟"
د کابل د دغې درې اړخیزې غونډې تابیا د نشه يي توکو او جرمونو خلاف مبارزې کې د ملګرو ملتونو ادارې کړې وه.
د دغې ادارې مشر یوري فیدوتوف خبریالانو ته د څرګندونو پر مهال د غوندې له پریکړو د ملګرو ملتونو د سازمان د ملاتړ ژمنه وکړه:
"ملګري ملتونه د ګډو مسوولیتونو د اصولو په رڼا کې سیمه یزه همکاري هڅوي او ملاتړ یې کوي. زموږ په باور د استخباراتي معلوماتو شریکول، د قاچاق وړونکو د مالي سرچینو بندول او د ستونزې د مقابلې لپاره لازمه سیاسي لیوالتیا د دا وړ همکارۍ مهم عناصر دي."
په دغه خبري کنفرانس کې د پاکستان او ایران د نشه يي توکو خلاف مبارزې وزیرانو هر یو حاجي خدابخش رجر او مصطفی محمد نجار هم د خپلو حکومتونو په استازیتوب د نشه يي توکو خلاف مبارزه کې د ګدې همکارې د لا زیاتې پراختیا ژمنه وکړه.
د کابل دا وروستۍ غونډه د ملګرو ملتونو په نوښت په ۲۰۰۷ کال کې د نیشه توکو خلاف مبارزه کې د درې واړو ګاونډیوهیوادونو تر مینځه د همکارۍ له پیل راهیسې د وزیرانو د کچې پنځمه غونډه وه.
دا هم ویل شوي چې په راروان کال کې به په وار سره په اسلام اباد او تهران کې هم دوه ورته غونډې جوړې شي.








