لویه جرګه: ستراتیژيک تړون کې د امریکا غوښتنې 'محرمې' دي

صفیه صدیقي

د عکس سرچینه، b

د عکس تشریح، صفیه صدیقي:''د امریکا غوښتنې ولې نه دي په ډاګه شوې؟ په دې دلیل چې امریکا په دې اړ یو ډول حساسیت درلود چې دا موضوع رسنیو ته سر ونه کړي.''

په کابل کې د لویې جرګې ویاندې صفیه صدیقي وايي له افغانستان سره د امریکا په کېدونکي ستراتیژيک تړون کې وړاندې شوې غوښتنې لاهم 'محرمې' پاتې دي او د جرګې ګډونوال لا پرې خبر نه دي.

د لویې جرګې ګډون کوونکو ته د جرګې پر دویمه ورځ، له امریکا سره د افغانستان د ستراتیژيک تړون توکي د ارزونې لپاره ورکړل شول، چې له افغانستانه د امریکا غوښتنې پکې نه وې موجودې.

د لویې جرګې ویاندې صفیې صدیقي خبریالانو ته وویل، چې امریکا د خپلو غوښتنو د ''محرمو پاتې کېدو'' غوښتنه کړې ده:

''د امریکا غوښتنې ولې نه دي په ډاګه شوې؟ په دې دلیل چې امریکا په دې اړ یو ډول حساسیت درلود چې دا موضوع رسنیو ته سر ونه کړي.''

نیوکې

په داسې حال کې چې امریکا د خپلو غوښتنو پر محرمیت ټینګار کوي، د لویې جرګې د ننه یې یو لړ نیوکې راپیدا کړې دي.

د جرګې ګډونوال وايي، په داسې حال کې چې په مسوده کې یوازې د افغانستان غوښتنې په ډاګه شوې، جرګه وال د یوې دقیقې او رڼې پرېکړې لپاره هڅې کوي.

د جرګې یوه ګډونوال حمید دانش بي بي سي ته وویل:''له افغانستان څخه د امریکا د ناڅرګندو غوښتنو مسالې زموږ ترمنځ پوښتنې راپیدا کړې دي، که چېرې دا پوښتنې ځواب نه شي، هغه توکي چې موږ ته راکړل شوي، ښايي په اړه یې په پرېکړه کې له ستونزو سره مخامخ شو.''

له امریکا سره په ستراتیژيک تړون کې یوه مهمه مساله افغانستان کې د امریکا د دایمي پوځي اډو د شتون مساله ده.

افغانستان کې یو شمېر سیاسي کړیو او د افغانستان ګاونډيو هېوادونو ددغو اډو د جوړېدو په اړه لا له وړاندې اندېښنه ښودلې وه.

لویه جرګه

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، په داسې حال کې چې امریکا د خپلو غوښتنو پر محرمیت ټینګار کوي، د لویې جرګې د ننه یې یو لړ نیوکې راپیدا کړې دي.

ولسمشر حامد کرزی د لویې جرګې پرانیستونکې وینا ته وویل د افغانستان د ملي ګټو د خوندیتو په صورت کې امریکا ته د افغانستان په خاوره کې د پوځي تاسیساتو د درلودلو اجازه ورکول کېږي.

خو تر دې مهاله ددغو پوځي تاسیساتو په اړه ډېر جزییات نه شته، تر کومې کچې به وي، او د افغانستان په کومو برخو کې به دغه اډې جوړېږي.

که څه هم د افغانستان ګاونډي هېوادونه د امریکايي اډو د جوړېدو په باب اندېښمن دي، خو افغان چارواکي ټينګار کوي چې هېڅ هېواد به له افغان خاورې د بل هېواد پرضد ګټه وانخلي.