افغانستان له تاجکستانه برېښنا پېري

- Author, عبدالله ستانکزى
- دنده, له کابله
افغان حکومت وايي له تاجکستان نه د ۲۲۰ کيلو واټه بريښنا د واردولو توان لرونکې کرښه بشپړه او اوس دوى د درو سوو ميگاواټه برېښنا د ترلاسه کولو جوگه شوي دي.
د اوبو او برېښنا وزارت وايي پرېکړه يې کړې چې د دغې برېښنا په وارېدېدو د افغانستان د شمالي ولايتونو لرې پرتو ولسواليو ته برېښنا ورکړي.
افغانستان سره له دې چې د برېښنا توليدولو ډېر فرصتونه لري، خو يوازې ۳۰ سلنه وګړي يې برېښنا لري.
ټاکل شوې د دغه تړون له مخې د تاجکستان له سنګتودې نه د افغانستان په شمال کې پلخمري ته برېښنا وارد شي.
له تاجکستان نه افغانستان ته د غځېدلې دغې برېښنايي کرښې ټولټال اوږدوالی ۲۸۰ کيلومتره دی چې څه باندې ۱۰۰ کيلومتره يې په تاجکستان کې دی.
د برېښنا شرکت مشر عبدالرزاق صمدي وايي اوس په دې لټه کې دي چې د افغانستان د شمال په ګډون د هېواد نورو برخو ته برېښنا وغځوي.
له تاجکستان نه د واردېدونکې برېښنا بېه به د واټ پر سر درې اعشاريه پنځه سنټه وي چې څه باندې يوه نيمه افغانۍ کېږي.
دغه برېښنا يوه ستونزه هم لري او هغه دا چې د مني او ژمي په موسمونو کې به افغانستان ته د برېښنا واردېدل کمېږي، ځکه چې په دغو وختونو کې په تاجکستان کې اوبه لږ وي.
افغان حکومت وايي اوسمهال نژدې ۳۰ سلنه افغانان برېښنا لري او د دغې برېښنا ۶۳ سلنه له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان نه واردېږي.
افغانستان ډيرې اوبه او د بندونو جوړولو لپاره ښه فرصتونه لري، خو د دغه هېواد خلک د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله د نورو هېوادونو برېښنا ته ناست دي.
د اوبو او برېښنا وزارت وايي د هېواد په لر او بر کې يې د برېښنا توليدولو د څو بندونو سروې پيل کړې، خو په خبره يې د مالي امکاناتو نشتوالی او امنيتي ستونزې به يې پر وړاندې لويې ننګونې وي.








