ایمل فیضي د ولسمشر کرزي ویاند وټاکل شو

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي د ولسمشر د حکم له مخې، ایمل فیضي د ولسمشر ویاند او د مطبوعاتي دفتر رییس وټاکل شو.
له ولسمشرۍ خپره شوې ویناپاڼه وايي، چې نوموړي د یکشنبې پرورځ رسماً خپل کار پیل کړ.
تر دې وړاندې وحید عمر د ولسمشر ویاند و.
ایمل فیضي فرانسه کې ژورنالېزم او سیاسي علوم لوستي چې په پښتو، دري، فرانسوي، انګلیسي او الماني ژبو خبرې کوي.
د ولسمشر له دفتره خپره شوې اعلامیه کاږي، چې ښاغلی فیضي د رسنیو په ډګر کې کاري تجربه هم لري.




