د۹/۱۱ د پېښو په اړه د جنرال جان الن پیغام

د سپټمبر د ۱۱ له رارسېدو سره سم، په افغانستان د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان ویلي، چې دوی به هېڅکله ترهګرو ته اجازه ورنه کړي، چې په افغانستان کې خوندي ځالې جوړې کړي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونوعموي قومندان په یوه وېډيویي پيغام کې ویلي، نړیوال سوله ساتي ځواکونه ایساف د افغانستان ثبات اوسولې ته ژمن دي.

جنرال جان الن ویلي، نړیوال ټولنه په افغانستان کې سولې او ثبات ته ژمنه ده او ده په وینا له افغان حکومت سره به اوږه په اوږه د امنیت د ټینګښت او اقتصادي پرمختګ لپاره کار وکړي.

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .