راخوشي شوي ترکان سره صلیب غزني ښار ته ورسول

د عکس سرچینه، BBCPashto.com
- Author, اسدالله جلالزی
- دنده, غزنی
د سره صلیب له خوا هغه څلور راخوشي شوي ترکان، چې نژدې څلور میاشتې وړاندې طالبانو د پکتیا په پټان ولسوالۍ کې نیولي وو، غزني ښار ته ورسول شول.
طالبانو ویلي چې هغوی یې تېر ماښام د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د مڼې کنډو په سیمه کې راخوشي کړل.
راخوشي شوي ترکان د غزني یوه قومي مشر حاجي ظاهر ته وسپارل شول او بیا د سره صلیب په یوه ګاډي کې غزني ښار ته ولېږدول شول.
راخوشي شوي له ورایه صحتمند ښکارېدل او اوږدې ږیرې یې لرلې.
له دوی څخه د امام په نامه یوه تن، چې په دري ژبه یې لږ-لږ خبرې هم کولې، بي بي سي ته وویل:''د ملي اردو یوې قرارګاه په جوړولو بوخت وو چې طالبانو ونیولو. اته میاشتې له طالبانو سره وو. اوس د طالبانو د مشر ملامحمد عمر په امر د اختر په ویاړ راخوشي شوو. ''
<link type="page"><caption> د راخوشي شوو ترکانو عکسونه</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/09/110904_turkish-freed-in-afg.shtml" platform="highweb"/></link>
دوی د راخوشي کېدو په اړه د هر راز معاملې خبره رد کړه.
طالبانو هم ویلي چې د اسلامي او بشري زړه سوي له کبله یې راخوشي کړي.
حاجي ظاهر چې غزني ښار ته له دوی سره مل و، وویل چې له نیول کېدا راهیسې یې د خوشي کولو هڅې روانې وې.
نوموړي ددغو ترکانو په راخوشي کولو کې د غزني د سولې د کمیسیون هڅې هم اغېزناکه وبللې.
حاجي ظاهر وویل چې دغه ترکان به د ترکیې سفارت ته وسپارل شي.








