څېړنه: سګرټي ښځې تر نارينه وو زياتې د زړه په ناروغۍ اخته کېږي

د عکس سرچینه، Reuters
یوه علمي څیړنه وايي هغه ښځې چې سګریټ څکوي څوځلې يې د دې خطر ډیر دی چې د نارینه و په پرتله ژر د زړه په ناروغۍ اخته شي.
دا څیړنه په امریکا کې د میشتو ساینس پوهانو له خوا د سینګاپور، ناروې او ترکیې په ګډون په یو شمیر هیوادونو کې ترسره شوې ده.
په څیړنه کې دا نه دي ویل شوي چې ولې په ښځو کې د زړه په ناروغۍ د اخته کیدو احتمال ډیر دی، خو وايي ښايي ښځې د نارینه و په پرتله د سګرټو ډیر کیمیاوي زهري مواد جذب کړي.
څېړنه وايي ښايي همدا لامل وي چې ښځې د نارینو په پرتله د سږو په سرطان هم ډیرې اخته کیږي.
د بي بي سي د روغتیايي چارو خبریال ادم بریم لو په دې هکله په خپل راپور کې وايي له ډیرې مودې راهیسې دا روښانه وه چې د سګرټو د څکولو له امله د زړه ناروغي پیدا کیږي.
خو دا څیړنه چې پر نژدې دوه نیم میليونو کسانو شوې دا جوتوي چې د نارینو په پرتله ښځې ډیرې د سګرټ څکولو له امله د زړه په ناروغۍ اخته کیږي.
څیړنه وايي د ښځو لپاره دغه خطر لږ ترلږه ۲۵ سلنه زیات دی.




