نورستان: د ناټو بمبارۍ څلور پولیس ووژل

افغان چارواکي وايي په ختيځ نورستان ولایت کې ناټو د افغان پولیسو پر یوې امنيتي پوستې بمبار کړی، چې لږترلږه څلور پولیس په کې وژل شوي.
برید د نورستان په واما ولسوالۍ کې شوی چې د چارواکو په وینا، څلور پولیس يې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د نورستان د والي له دفتره په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي، د ناټو سرتېرو پر یوې افغان امنيتي پوستې ورغلي او ۱۲ پولیس یې له ځانه سره وړي دي.
اعلامیه زیاتوي، برید داسې مهال شوی، چې پولیسو خپل رسمي یونیفورم اغوستی و.
په اعلامیه کې راغلي، چې په واما ولسوالۍ او پوستې ته څېرمه د اورپکو د برید هېڅ وېره هم نه وه.
افغان ځواکونو په دې اړه د دې راپور تر لیکلو پورې کوم غبرګون نه دی ښودلی.
افغان چارواکو ویلي، وژل شوو پولیسو او پوستې د نورستان او کونړ ترمنځ د لویې غځېدلې لارې د امنیت چارې پرمخ وړلې.
د نورستان والي جمال الدین بدر ویلي، پر دې پوستې دغه برید د نه منلو دی.
په تېر کې هم څو ځلې افغان امنیتي ځوکونه د ناټو په بریدونو کې په نښه شوي دي.
راپورونه وايي، ځینې وخت افغان پولیس د هېواد په یو شمېر لیرو پرتو سیمو کې خپل رسمي یونیفورم نه اغوندي، خو وسلې لري.
خبریالان وايي، دې مسالې د ناټو لپاره د پولیسو او اورپکو ترمنځ د توپیر کولو په برخه کې لوی سرخوږی رامنځ ته کړی.
امریکا او لوېديځوال ملګري یې هڅه کوي چې د افغان امنيتي ځواکونو روزنه ګړندۍ کړي.








