عبدالمتین سمسور
لندن

افغان امنيتي ځواکونو ته تر دې مهاله د درو سیمو امنیتي مسؤولیت سپارل شوی دی.
په افغانستان کې د امنيتي مسؤوليتونو د لېږد په لړ کې هرات د افغانستان دريم ښار دى چې د پنجشنبې پر ورځ يې امنيتي مسؤوليتونه افغان ځواکونو ته لېږدول کېږي.
په راتلونکو ورځو کې به يو پربل پسې د مزارشريف، پنجشير او کابل په ښارونو کې هم ورته کار وشي.
اټکل کېږي چې دغه بهير په ٢٠١٤ کال کې بشپړ شي، چې ورسره جوخت به د امريکا او ناټو ځواکونو جگړه ييز ماموريت هم په افغانستان کې پاى ته رسېږي.
پوښتنه اوس داده، چې افغان پوځ، پوليس او نور اړونده ځواکونه څومره وړتيا، پوځي امکانات او وسايل لري، چې دغو مسؤوليتونو ته اوږه ورکړي او په مستقلاته توگه پوځي عمليات ترسره کړي؟
ستاسې غږ
په دې برخه کې د افغان ځواکونو لويې ننگونې څه دي، څنگه کېداى شي چې پر دغو ځواکونو د خلکو باور ډېر شي او له هغه نه ملاتړ وکړي.
که غواړﺉ، چې په دې اړه خپلې نظريې او پوښتنې وړاندې کړﺉ، نو د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېره راته تيلې فون وکړﺉ:
٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١
دارنگه، په برېښناليک کې هم خپل پيغامونه استولي شئ:
* اړينې برخې په نخښه کوي
ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .