په اندونیزیا کې د افغانستان د ملي پخلاینې پر سر خبرې کېږي

- Author, مصطفی سالک
- دنده, کابل
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې افغان پلاوى د اندونيزيا د عالمانو د نړيوال غورځنگ په بلنه هغه هېواد ته تللى دى.
د ياوشوي وزارت چارواکي وايي چې افغان پلاوى به ددريو ورځو لپاره د اندونيزيا ددغه لوى اسلامي غورځنگ سره په يوه درې ورځنۍ غونډه کې د اسلامي نړۍ د ستونزو او په ځانگړي ډول د افغانستان د سولې د بهير په اړه خبرې اترې وکړي.
افغان حکومت په پرلپسې ډول ويلي دي چې اسلامي هېوادونه د افغانستان د ستونزې د سوله یيز هواري په برخه کې ډېر څه کولاى شي.
د همدې موخې د پوره کولو په نيت يو ۲۰ کسيز افغان پلاوى د سولې د عالي شوری د مشر برهان الدين رباني په مشرۍ د اندونيزيا پلازمېنې جاکارتا ته رسېدلى دى.
د سولې د عالې شورا ځينې غړي،د افغانستان د مشرانو يو شمير غړي او د ځينو نورو حکومتي بنسټونو چارواکي ددغه پلاوي برخه دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې افغان پلاوى د اندونيزيا د عالمانو د نړيوال غورځنگ په بلنه هغه هيواد ته تللى دى.
د ياد شوي وزارت وياند جانان موسى زى وايي چې افغان پلاوى به د اندونيزيا له ديني پوهانو سره د اسلامي نړۍ د ستونزو او د افغانستان د جوړجاړي د بهير په اړه خبرې اترې وکړي:
''د اسلامي غورځنګ یا 'نهضة العلماء' له خوا څخه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته یوه بلنه رالېږل شوې وه، چې د افغانستان له خوا ددوی په درې ورځنۍ ناسته کې ګډون وکړي. د اسلامي نړۍ د ستونزو او ننګونو په اړه خبرې کېږي او په څنګ کې به یې د افغانستان د ملي پخلاینې په اړه د اسلامي هېوادونو د استازو ترمنځ خبرې او سلا مشورې کېږي.''

د عکس سرچینه، BBC World Service
خو تر اوسه نه ده څرگنده چې افغان پلاوى به د افغان حکومت او وسلوالو مخالفانو تر منځ د جوجاړي د بهير په ترڅ کې له اندونيزيا نه څه راز غوښتنې وکړي.
خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هيله لري چې دا غونډه به د افغانستان د سولې پر بهير گټور اغېز وکړي.
تر دې مخکې افغان حکومت د مصر د الازهر پوهنتون له مشر او د سعودي عربستان له پاچا ملک عبدالله نه غوښتي وو چې د افغانستان د سولې د بهير د برياليتوب لپاره رامخکې شي.
خو ترې دې مهاله دغو غوښتنو ته څرگند مثبت ځواب نه دى ويل شوى.








