افغان زلمي د شبکه کارۍ د هنر په ډګر کې بدلون راوست

شاه پور نایل د هرات اوسېدونکی او یو له هغو ځوانانو څخه دی چې له تخنیکي مسایلو سره ډیره مینه لري .

دی په دې توانېدلی چې د شبکه کارۍ لپاره داسې یوه وسیله جوړه کړي چې د رکاب په وهلو سره (لکه بایسکیل) څرخوي او اره یې په ډیره چټکتیا لرګي غوڅوي .

شبکه کاري یا په لرګیو کې د نقشو او خطونو د کښلو هنر په دې ورستیو کې په سیمه کې ډېر پرمختګ کړی .

تر دې وړاندې په دې هنري ډګر کې یوازې کوچنۍ لاسي ارې کارېدلې خو شاپور نایل د موټر سایکل او نورو وسایلو د مختلفو ټوټو په یوځای کولو سره داسې یوه وسیله جوړه کړې چې د ده په وینا کار یې ډېر اسانه کړی دی .

د ښاغلی نایل دی نوښت د چارواکو او سیمه ییزه علمي او څیړنیزه څانګو پام وراړولی .

د هرات پوهنتون دا پرمختګ د یوې نوې اختراع په توګه په رسمیت پېژندلی او کابل ته هم وړاندیز شوی چې د دې نوې وسیلې حقوقي امتیاز د نوموړي په نامه ثبت کړي .

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .