افغانستان هره ورځ ۴۴ ټنه سیګرټ واردوي

سیګرټ
    • Author, عبدالله ستانکزی
    • دنده, کابل

په داسې حال کې چې افغان حکومت د ځوانانو په مېنځ کې د تمباکو کارولو په اړه اندېښنه ښيي د افغانستان د سوداګرۍ خونه دغه هېواد ته د سګرټو د وارداتو د زياتېدو خبر ورکوي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي يوازې د پلازمېنې کابل ۱۶ په سلو کې اوسېدونکي د سګرټو په ګډون د تمباکو په څکولو روږدي دي او په وينا يې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به د هرو څلورو ځوانانو له ډلې يو يې د تمباکو په څکولو روږدی وي.

د تمباکو د نه کارولو د نړېوالې ورځې په اړه له افغانستان نه بېلا بېل مطالب لرو چې پيل يې د عبدالله ستانکزي په راپور کوو:

تمباکو په افغانستان کې نه توليديږي او آن هغه تمباکو چې په چلم او نصوارو کې کارول کيږي له بهر نه افغانستان ته وارديږي.

په افغانستان کې په تمباکو د روږدو کسانو کره شمېره نه شته، خو د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې د يوې نړېوالې احصايې له مخې چې په کابل کې د زده کوونکو په مېنځ کې شوې، کابو ۱۶ سلنه ځوانان په سګرټ څکولو روږدي دي.

د وزارت په وينا، اخيستل شوې احصايه ښيي چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به په سګرټو د روږدو کسانو کچه چې ډېری يې ځوانان دي، ۲۴ سلنې ته وخېژي.

وزارت ورځ په ورځ په تمباکو او سګرټو د اخته کسانو ډېريدل د اندېښنې وړ بللي او له خپرېدونکي لوګي نه يې د زيان د ټيېټېدو په موخه په سرپټو ځايونو لکه هوټلونو، رسټورانونو، او نورو عامه ځايونو کې سګرټ څکول منع کړي دي.

له دې وړاندې په حکومتي ادارو کې سګرټ څکول بند شوي وو.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د هوټلونو، رسټورانونو او نورو سرپټو عامه او خصوصي ځايونو خاوندانو ته خبرداری ورکړی چې که څوک يې خبرې ته غوږ کېنږدي له قانوني چلند سره به مخامخ شي.

په عين حال کې د افغانستان سوداګرۍ خونې دغه هېواد ته د سګرټو د وارداتو د زياتېدو خبر ورکړی.

د دغې خونې اجراييوي مشر قربان حقجو وايي يوازې په تېر يوه کال کې افغانستان ته د سګرټو د وارداتو کچه له ۴۸ ميليونه ډالرو نه ۵۶ ميليونه ډالرو ته پورته شوې ده.

دی وايي چې په تېره يوه کال کې د اتو ميليونو ډالرو په ارزښت زيات سګرټ افغانستان ته وارد شوي دي. ښاغلی حقجو وايي افغانستان ته ځکه سګرټ زيات وارېديږي چې بيې يې ارزانه دي. بل خوا د ماليې وزارت وايي چې افغانستان ته هره ورځ ۴۴ ټنه سګرټ او تمباکو وارديږي چې ارزښت يې نژدې يو ميليون افغانۍ کېږي.

وياند عزيز شمس وايي چې د واردېدونکو سګرټو ډيره برخه بېرته پاکستان ته صادريږي.

افغانستان ښايي د نړۍ يو هغه هېواد وي چې د تمباکو په تېره د سګرټو بيه په کې ارزانه ده.

په افغانستان کې د يوه قوطي سګرټو ارزانه بيه ۱۵ افغانۍ ده چې دېرش امريکايي سنټه کيږي او لوړه بيه يې شاوخوا ۱۵۰ افغانۍ ده چې درې ډالره کيږي او ښايي همدې کمې بيې خلک د سګرټ څکولو ته هڅولي وي.