تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
د تخار والي عبدالجبار تقوا پر امنيتي چارواکو د ځانمرګي برید په اړه بي بي سي ته وویل:
''موږ یوه ډېره لنډه غونډه درلوده ، چې شاوخوا شل – پنځه ویشت دقیقې یې دوام وکړ ، ښاغلی قومندان جنرال کنایپ او د جنرال داود داود په ګډون یو شمېر نور قومندانان هم راغلي ول ، د ملي امنیت امر او د تخار امنیه قومندان هم حضور درلود ، کله چې ناسته پایته ورسېده ، زه او جنرال کنایپ تقریباً د ودانۍ بهر ته له دهلیز څخه ته راووتلو ، یو وېروونکی غږ مو واورېد ، هېڅ پوی نه شوو چې څه وشول او د څه شي غږ و ، له چاودنې شېبه وروسته موږ روغتون ته یوړول شوو ، دا کار د دهلیز په منځ کې شوی ، چې د وخت په تېرېدو به زموږ امنیتي ځواکونه او پلټنې اصلي حقیقت په ډاګه کړي .''
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .