تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
د افغانستان په شمال تخار ولایت کې د ولایت په مقام کې يوه ځانمرګي برید د ۳۰۳م زون قومندان جنرال داود داود او د تخار د امنیه قومندان شاه جهان نوري په ګډون شپږ کسان ووژل او تر ۳۰ ډېر نور یې ټپیان کړل.
په وژل شوو کې دوه الماني سرتېري او د تخار امنیه قومندان دوه ساتونکي هم دي.
په دغه برید کې د تخار والي عبدالجبار تقوا او په شمال کې د الماني ځواکونو یو قومندان جنرال مارکوس کنایپ ټپي شوي دي.
طالبانو ددغه برید پړه پرغاړه اخیستې ده.
ولسمشر حامد کرزي دغه برید غندلی دی.
برید داسې مهال وشو، چې د تخار د والي په دفتر کې د جګپوړو امنيتي چارواکو له غونډې وروسته چارواکي د راوتلو په حال کې ول.
داود: د شمال امنیت په ښه کېدو دی

داود داود په شمال کې د ۳۰۳ زون عمومي قومندان و.
د بي بي سي یو خبریال وايي چې له برید وروسته ډزې هم شوې دي.
جنرال داود په شمال کې د امنيتي ځواکونو جګپوړي قومندان و، چې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو له پیل راهیسې دا جګپوړی افغان قومندان دی چې وژل کېږي.
جنرال داود داود تر وژل کېدا یوه ورځ وړاندې په شمال کې د 'امید' په نامه د عملیاتو د پیلولو اعلان کړی و.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي فرخار ته د جنرال داود د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره تخار ته تللی دی.
په پام کې ده چې نوموړی په خپله پلرنۍ ولسوالۍ فرخار کې خاورو ته وسپارل شي.
څو ورځې وړاندې د افغانستان تخار ولایت تاوتریخجنې مظاهرې وشوې، چې په لړ کې یې ۱۲ کسان ووژل شول.
تر دې وړاندې د کندوز ولایت امنیه قومندان هم په یوه ورته ځانمرګي برید کې ووژل شو.
د برید مفصله کیسه
د بي بي سي یوه خبریاله وايي، ځانمرګي بريدګر د پوليسو جامې اغوستې وې او په دالېز کې يې انتظار کاوه، چې جنرال داوود او نور ورسره له يوې غونډې راووتل.
له چاودنې سره سم په تخار کې د والي له دفتر نه په هوا کې لمبې او د لوګي لوخړې پورته شوې. جنرال داوود د افغانستان په شمال کې د کورنيو چارو وزارت ټولو ځواکونو قوماندان و.

د تخار والي وايي چې د غونډې پرمهال یې د ولایت شاوخوا سخت امنیت نیولی و.
لیز دوسیت وايي: ''په نرمه به يې خبرې کولې جذابه څېره يې درلوده، د ناټو ځکه خوښېده چې دنده به يې سمه ترسره کوله او د طالبانو له ولکې يې پراخې سيمې ترلاسه کړې وې، او هم ځکه چې ده به پر بشری حقونو او د قانون پر واکمنۍ ټينګار کاوه.''
''د روان کال په لومړيو کې مې څو اوونۍ له جنرال داوود سره تېرې کړې او له ده سره ګرځېدم. په يوه غونډه کې يې د سيمه ييزو ملېشو يو قوماندان وګواښه او ورته ويې ويل که دې کسانو د سيمې پر ښځو جنسي تېری وکړ، راوبه يې ځړوم.''
''ده پخوا په افغانستان کې د نشه يي توکيو ضد هلو ځلو مشري کوله. هغه مهال داسې پوښتنې راپورته شوې وې ګنې د ملېشو خپلو پخوانيو ملګريو له نښه کولو يې ډډه کوله چې د نشه يي توکيو په کاروبار کې ښکېل وو.''
''خو په خپل اوسني رول کې ده ته د يو فعال مشر په توګه کتل کېدل، يو داسې وخت چې افغان ځواکونه په کې له ناټو د واګو په اخيستلو پيل کوي.''
''د ده مرګ طالبانو ته يو تبليغاتي بری او د اورپکيو پر وړاندې مبارزې ته يو ګوزار دی، چې اوسمهال د افغانستان په شمال کې روانه ده.''
ليز دوسېت بيا په خپل راپور کې وايي چې د جنرال داوود يو ځواکمن، جذاب او ناندرييز کس و. ليزو د,سېت زياتوي وروستی ځل يې په تېر مارچ کې په مزار شريف کې ليدلی و:
''دی ارام او پر ځان وېسا و، او د نوروز لمانځنو د امنيت خونديتوب لپاره د تدبيرونو په منظمولو بوخت و. که څه هم د نشه يي توکيو په کاروبار کې د ښکېلتيا ګوته ورته نيول کېده، جذابيت او وړتياوو يې د بهرنيو ځواکونو ترمنځ ډېر ملګري ورته وګټل، که څه هم ځينې داسې شک ښيي چې د دې تر شا شمال ته د لا پراخ واک ورکونې په موخه يو اجنډا پرته وه.''
د تخار بريد به د طالبانو د داسې هڅو په اړه اندېښنې لا نورې زياتې کړي چې غواړي افغان مهم چارواکي په کې ووژني.
























