تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
افغانستان په شمال کې د تخار ولایت یو سیمه يیز چارواکي بي بي سي ته وویل د دوی په سیمه کې نژدې ټول کښتونه له منځه تللي او د ملخانو سېلاب اوس د نورو ولسوالیو په لور روان دی.
د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې ملخانو پر کښتونو او څړځایونو بریدونه کړي او له منځه یې وړي دي.
د سیمې خلک وايي ملخان د هرې ورځې په تېرېدو سره نور سیمو ته خوریږي، دوی وايي حکومت په دې برخه کې پر وخت او لازم ګامونه نه دي اوچت کړي.
د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ چې یوه شنه او ښېرازه سیمه وه اوس یې زیاتره کرنیزې سیمې د ملخانو تر بریدونو لاندې راغلي او په بېدیا اوښتي دي.
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .