WFP : د ۲۵۰ ميليونه ډالرو غوښتنه وکړه

- Author, مصطفی سالک
- دنده, کابل
ډبليو،ايف، پي يا د خوړ نړيوال پروگرام وايي چې د بوديجې د لږوالي له کبله د نژدې يوې مياشتې په موده کې به په افغانستان کې يو شمير پروژې وتړي.
دغه سازمان د اړو افغانانو د لاس نيوي لپاره له نړيوالې ټولنې نه د٢٥٠ ميليونو ډالرو غوښتنه کړې ده.
ډبيلو، ايف، پي وايي که غوښتنې ته يې مثبت ځواب وويل شي، نو له يوې ډډې به روان فعاليت د تير په څير وساتي او له بلې خوا به د خپلو مرستو لړۍ څه باندې ٧ ميليونو نورو اړمنو وگړو ته هم ورسوي.
ميندوارو ميندو او له پنځه کلنۍ نه د ښکته عمر ماشومانو باندې بسکېټ او ښه خواړه ويشل يوه له هغو پروژو ده چې د خوړو نړيوال پروگرام يې د بوديجې د کموالي له کبله د تړلو خبره کوي.
دا چې دا بسکيټ او خواړه په افغانستان کې توليديږي، نو څرگنده ده چې د پروژو په تړلو سره به يو شمير وگړي خپل کارونه هم له لاسه ورکړي.
د اسيا لپاره د خوړو د نړيوال پروگرام سيمه ييز مشر کنرو اوشيداري چې افغانستان ته راغلى د بوديجې د لږوالي په اړه يې انديښنه وښووله:
(( ډبيلو، ايف، پي ٢٥٠ ميليونو ډالرو ته اړتيا لري چې پر مټ به يې په افغانستان کې د ٢٠١١ کال تر وروستيو پورې خپل فعاليتونه روان وساتي،که دا بوديجه تر لاسه نه کړو نو اړ يو چې په افغانستان کې خپل يو شمير پروگرامونه کم کړو))
د اسيا لپاره د خوړو د نړيوال پروگرام سيمه ييز مشر وويل که اړينه بوديجه يې تر لاسه کړه سربيره پر وسنيو پروژو به تر ٢٠١٢ ميلادي کاله پورې خپلې مرستې ٧ ميليونو نورو اړو افغانانو ته هم وغځوي.
ښاغلي اوشيداري وويل چې د افغانستان د اقتصاد د ځواکمنتيا په موخه به د افغانستان د کرنې له وزارته اړتيا وړ غنم او نور هم واخلي.
ده په دغه هيواد کې روانه نا امني بله ننگونه وبلله، خو ژمنه يې وکړه چې په هر راز حالت کې به د افغانستان مرستې ته ورمخکې کيږي.








