د اسامه د وژنې په اړه د کرزي غبرګون

افغان ولسمشر حامد کرزي وویل په پاکستان کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن وژل کېدو دا ثابته کړه چې د ترهګرۍ پرضد جګړه له افغانستان څخه بهر ده.

ولسمشر کرزي په پاکستان کې د القاعدې ډلې د بنسټګر اسامه بن لادن د وژل کېدو په لومړي غبرګون کې وویل، اوس دا ثابته شوه چې افغانستان پرحقه دی او د ترهګرو پټن ځایونه له افغانستان څخه بهر دي.

حامد کرزي څو ځلې ټينګار کړی چې د ترهګرۍ پرضد جړه د افغانستان له پولې بهر ده، چې په وینا یې د ماشومانو او ښځو په وژلو او د کورونو په بمبارۍ سره دغه جګړه نه شي کامیابېدای.

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .