اسامه بن لادن څنګه ووژل شو؟

- Author, امان الله عطا
- دنده, لندن
د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د ځای موندنې او وژنې په اړه معلومات رابرسېره کېدونکی دي.
دغه ځای د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد سره نژدې د ایبټ اباد ښار په څنډو کې د پاکستان د پوځ يوې اکاډمۍ سره څېرمه ۲ سوه او ځينې راپورنو له مخې ۸ سوه متره نژدې دی. دغه ځای د پاکستان پوځ يو مهم مرکز بلل کېږي.
خو د بن لان پټنځای د ايبټ اباد د پوځي سيمې دننه بلل کېږي، او په دغه سيمه کې پرله پسې پوځي شته والی او هم د پلټنې پوستې وې.
پوځيې سرچينو بي بي سي ته ويلي چې عمليات په ځايي وخت د شپې په ۱۰ نيمو بجو پيل او ۴۵ دقيقې يې دوام وکړ.
دوه يا دری چورلکې ليدل شوې چې د سيمې د پاسه يې الوتنه کوله، او عينې شاهدان وايي چې عملياتو په سيمه کې د خلکو ترمنځ وېره خپره کړې وه.
د عملياتو موخه دغه کور و چې په منځ کې يې يوه دری پوړيزه ودانۍ وه. او د عينې شاهدانو په وينا کله چې چورلکې بهر کېناستې، سړي تر راښکته شول چې په ځايي پښتو ژبه يې خبرې کولې.
دغه سيمه چې په ټنډه چوها پېژندل کېږي، اوسېدونکو ته يې ويل شوي چې خپل څراغونه ګول کړي او له خپلو کورونو ونه ووځي. د سيمې اوسېدونکي واي له دې لږ څه وروسته يې ډزې اورېدلې او هم يې د درنو وسلو غږونه اورېدلې دي.
د عملياتو په يوه بوخت کې يو چورکله راولوېده، چې کېدی شي لامل يې تخنيکې ستونزه وي او يا هم له مځکې پرې ډزې شوې وي.
دغه کور شاوخوا ۳۰۰۰ متره مربع پراخوالی درلود، خو د سيمې خلکو بي بي سي ته ويلي دغه کور څه د پاسه دری متره لوړو دېوالونو چاپېر و، نو څه چې دننه پېښېدل، له بهره ډېر نه ليدل کېدل.
د دېوالونو د پاسه اغزن سيمونه تېر شوي او هم کامرې پرې لګېدلې وې. په کور کې دوه امنيتي دروازې وې، او هم د ټليفون يا انټرنېټ کوم مزي نه وو ور تېر شوي.
عيني شاهدان وايي له عملياتو وروسته دوی ليدل چې د کور له دننه لوګي پورته کېدل. ځايی خلکو بي بي سي ته ويلي ځواکونه چې عمليات يې ترسره کول وروسته له کوره ووتل، او يو کس ورسره و چې کېدی شي د کور دننه يې ورسره را ايستلی وي.
دوي ويلي ښځې او ماشومان هم په دغه کور کې اوسېدل.
د سيمې يوه اوسېدونکي بي بي سي ته وويل دغه کور شاخوا لس يا ۱۲ کاله مخکې يو پښتانه جوړ کړی و، او د سيمې هېڅوک په دې نه پوهېدل چې په ريښتيا هم څوک په کې اوسېږي. د يو سيمه ييز خبريال په وينا دغه کور په وزيرستان حويلۍ مشهور و. دغه خبريال وويل دغه کور د وزيرستانيانو ملکيت و.
دغه کور د ایبټ اباد په څنډو کې د استوګنې په يوه سيمه کې و، چې بلال ټاون نومېده، او دا انګېرل کېده چې د پاکستان د پوځ تقاعد شوي خلک په کې اوسېدل. د پاکستان پوځ ځواکونه له بريد وروسته دغه ځای ته ورسېدل او سيمه کې خپاره شول.








