زرداري: د افغانستان جګړه 'پاکستان بې ثباته کوي'

د پاکستان ولسمشر اصلي علي زرداري په افغانستان کې روانه جګړه د خپل هېواد ددیموکراتیک پرمختګ پرمخ خنډ او د هېواد د بې ثباتۍ لامل بللی دی.
ښاغلي زرداري دا څرګندونې له برتانوۍ "<link type="page"><caption> ګارډین</caption><url href="http://www.guardian.co.uk/world/2011/apr/10/asif-ali-zardari-guardian-interview" platform="highweb"/></link>" ورځپاڼې سره په یوه مرکه کړې دي.
نوموړي ويلي د افغانستان د روانې شخړې د ختمولو لپاره باید ډېرې هلې ځلې وشي، چې دا مهال یې په اړه اندېښنې مخ پر ډېرېدا دي.
نوموړي دا څرګندونې په پاکستان کې د دغه هېواد ددوو وګړو په تور د نیول شوي امریکايي استخباراتي مامور ریمونډ ډېوېس تر خوشي کولو وروسته کړې دي.
تېره میاشت د سي ای اې یوه مامور ریمونډ ډېوس دوه پاکستاني وګړي په ډزو ووژل، چې تر نیول کېدا وروسته یې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړيکي ترینګلي شول.
خبریالان وايي دا د افغانستان د جګړې په اړه د ښاغلي زرداري تر ټولو تنده وینا ده.
ولسمشر زرداري ګارډین ته ویلي "کټ مټ لکه د امریکا په سرحد کې چې د نشه يي توکو پرضد د مکسیکو مبارزه د ټکساس او امریکا پروضعیت ناوړه اغېز کړی، موږ هم د هغې جګړې په اړه غږېږو چې زموږ پر پوله روانه ده چې په ډاډه زړه ویلی شم چې پر پاکستان ناوړه اغېز لري."
نوموړي ویلي: "فکر کوم چې ۱۲ کاله کېږي چې امریکا په افغانستان کې ښکېله ده، او له شک پرته چې زغم یې نور په ختمېدو دی، په تېره بیا د امریکا د خلکو زغم."
اصف علي زرداري په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي چې د جنرال پروېز مشرف د واکمنۍ پرمهال په پاکستان کې د دیموکراسۍ د غښتلې کولو په برخه کې د امنیتي وضعیت له کبله ددغه بهیر د کمزوری کېدل موږ له یو لړ ستونزو سره مخامخ کړی و.
په کراچۍ کې د بي بي سي خبریال وايي، د پاکستان مشرتابه په دې باور ده چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد د جګړې ملاتړ په پاکستان کې د دوی د ملاتړو د کمېدو لامل شوی دی.
هغه همدا راز ویلي د امریکا پرضد د خلکو ذهنیت لاپسې پراخه کېږي، او عام پاکستاني وګړي د خپلو جګپوړو پوځي او ناپوځي مشرانو په اړه هماغه پخوانی نظر لري.








