د کندز ځانمرګي يو پوليس وژلی او ۳ملکیان یې ټپيان کړي

افغان چارواکي وايي د افغانستان په شمال کندز ولايت کې نن سهار په اتو بجو يو ځانمرګی بريد شوی دی.
د کندز ولايت ځايي چارواکي وايي په دغه بريد کې د ځانمرګي پرته يو پوليس وژل شوی او درې ملکي کسان ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قومندانۍ د امنيت امر ډګروال عبدالرحمن اقتاس وايي ځانمرګي د ښار په زړه کې پر هغې پوستې بريد وکړ چې په خبره يې يوازې يو پوليس په کې وو.
ښاغلی اقتاش وايي د پېښې په اړه يې پلټنې پېل کړي دي.
د کندز تېر بريدونه
څو ورځې وړاندې هم د کندز ولايت د ملي اردو د جلب او جذب مرکز ته دوه ځانمرګي برید کوونکي ننوتي وو، چې په پاېله کې یې د ملي اردو پنځه سرتېري او درې پولیس ووژل شول.
طالبانو ویلي برید کوونکي د دوی کسان دي.
په چاودنه کې د مرکز او ورڅېرمه ودانیو د کړکیو ښيښې ماتې شوې دي.
د ویلو ده چې له دغه بريده يوه ورځ وړاندې دغه ولایت ته د جرمني لومړۍ وزیره انګېلا میرکل ورغلې وه او د وسله والو پرضد یې د خپلو سرتېرو کړنې ستایلې وې.
په کندوز کې د بي بي سي خبریال وايي چې په نښته کې د ملي اردو یو شمېر سرتېري هم ټپیان شوي دي.








