امريکايي اسناد د عربو له خوا د طالبانو تمويل حيرانوونکى بولي

ويکيليکس
    • Author, داود جنبش
    • دنده, لندن

د ويکيليکس وېبپاڼې لخوا د پټو امريکايي ډېپلماتيکو اسنادو د خپرولو په لړ کې دا ځل، طالبانو او القاعدي ته له شتمنو عربي هېوادنو څخه د پيسو پر ورتگ د واشنگټن اندېښنې راسپړل شوې دي.

د يوه سند له مخې چې د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن لاسليک کړى، سعودي عربستان د طالبانو په څېرد سني اسلامپالو ډلو تر ټولو لوى تمويلوونکى بلل شوى دى.

<link type="page"><caption> په دغه سند کې چې د تېر ۲۰۰۹ کال د دسمبر پر ۳۰مه نېټه </caption><url href="http://www.guardian.co.uk/world/us-embassy-cables-documents/242073" platform="highweb"/></link>چمتو شوى، راغلي دي: ''ډېرو نورو هڅو ته اړتيا ده، ځکه چې سعودي عرب د القاعدې، طالبانو، لښکر طيبه او نورو ترهگرو ډلو لپاره د يوه مهم مالي مرکز په توگه پاتې دى.''

د هيلري کلنټن له خولې، په سعودي عربستان کې صدقه ورکوونکي، د گردې نړۍ د سني ترهگرو ډلو تر ټولو مهمه مالي سرچينه ده.

خو په دغه سند کې نور خليجي هېوادونه هم د سعودي عرب ترڅنگ په دغو معاملو کې ښکېل ښودل شوي دي. په دوى کې قطر، کويټ او متحد عربي امارات راځي.

امريکايي اسناد ټينگار کوي چې د افغانستان او پاکستان په کړکېچ کې يو ډېر مهم عامل له پامه غورځول شوى او هغه دادى چې په دغو هېوادو کې کړکېچ ته د عرب سمندرگي د سيمې شتمن صدقه ورکوونکي لمن وهي، خوځايي حکومتونه يې د درولو لپاره څه نه کوي.

ددغو برسېره شويو اسنادو له مخې طالبان او نورې اورپکې ډلې <link type="page"><caption> د حج، عمرې يا روژې په پلمه عربستان </caption><url href="http://www.guardian.co.uk/world/us-embassy-cables-documents/209234" platform="highweb"/></link>ته ورځي اوله گټلو صدقو سره بېرته ستنېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې په دغه سند کې سعودي عرب يو بې پروا همکار ښودلى چې ترهگرو ډلو ته د پيسو رسېدو ته د يوې ستراتېژيکي مسالې په سترگه نه گوري.

برسېره شوي اسناد د سرخوږي بله سيمه، عربي متحد امارات بولي چې <link type="page"><caption> طالبان او د حقاني ډله</caption><url href="http://www.guardian.co.uk/world/us-embassy-cables-documents/242756" platform="highweb"/></link> په کې د ځايي سوداگريو له لارې خورا ډېرې پيسې راټولوي.

په رپوټ کې راغلي چې طالبان په اماراتو کې له مېشتو زرگونو پښتنو څخه پيسې په زور اخلي.

رپوټ وايي چې کله کله دوى پښتانه سوداگر چې په دوبۍ کې کار کوي، تښتوي او د پرېښودو په بدل کې يې پيسې غواړي. دا کار ددې سبب شوى چې دغه سوداگر افغانستان يا پاکستان ته د ستنېدو پر مهال، ټکټ د تگ پر ورځ اخلي چې پلانونه يې برسېره نشي.

په اسنادو کې د ساري په توگه، د امريکايي استخباراتو له خولې يادونه شوې چې تېره جنورۍ دوه جگپوړي طالبان څو ځله اماراتو ته تللي او راغلي چې د ځايي شرکتونو له لارې تورې پيسې سپينې کړي.

دغه اسناد د پاکستان حکومت هم سخت غندي چې د ترهگرو ډلو د پيسو پر ټولېدو سترگې پټوي او پوځ يې پټه مرسته کوي. په هغو کې راغلي چې څه ډول پر ممبۍ د ٢٠٠٨ کال له بريدونو وړاندې، پاکستاني او چيني ډېپلماتانو سختې هڅې کولې چې پر 'جماعة الدعوة' په ملگرو ملتو کې د بنديزونو د لگېدو مخه ډب کړي.

دغه ظاهرا" خيريه موسسه د '<link type="page"><caption> لښکر طيبه</caption><url href="http://www.guardian.co.uk/world/us-embassy-cables-documents/220186" platform="highweb"/></link>' څانگه بلل کېږي چې د ممبۍ د بريدونو تور پرې لگېدلى دى.

د ويکيليکس وېبپاڼې په نويو برسېره کونو کې د اروپايي ټولنې د رييس هيرمان فان رومپاى له خولې راغلي چې اروپايي ټولنه نور په افغانستان کې پر بري باور نه لري او اروپايي عسکر يوازې د امريکا د درناوي لپاره لا هم په هغه هېواد کې پاتې دي.

فان رومپاى چې مخکې د بلجيم صدراعظم و د خپرو شويو امريکايي اسنادو له مخې په بلجيم کې د امريکا سفير ته د ٢٠٠٩ کال په دسمبر کې ويلي ول چې "اروياييان د ٢٠١٠ کال تر پايه صبر کوي، که پرمختگ وشو ښه تر ښه او که ونشو نو خبره ختمه ده، ځکه چې دا وروستى چانس دى".

سعودي پیسې
د عکس تشریح، د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې په دغه سند کې سعودي عرب يو بې پروا همکار ښودلى چې ترهگرو ډلو ته د پيسو رسېدو ته د يوې ستراتېژيکي مسالې په سترگه نه گوري.

په خپاره شوي امريکايي سند کې د اروپايي ټولنې د مشر له خولې وړاندې ويل شوي چې "نور هېڅوک د افغانستان پر چاره باور نه لري".

له دغو نويو برسېره کېدنو وروسته، د فرانسې خبري آژانس وايي چې امريکا اوس په نړۍ کې په خپلو ډېپلماتانو کې د ژور بدلون په فکر کې ده.

د آژانس له خولې، امريکايي چارواکي دا بولي چې ډېپلماتانو ته يې چې د بېلابېلو هېوادو د مشرانو په اړه يې له نيوکو ډکې څرگندونې په ډاگه شوې، په هغو هېوادو کې کار کول خطرناک څه چې آن ناشوني شوي دي.