'د ننګرهار برید کوونکی د طالبانو 'دستوري' سړی نه و'

- Author, عبدالله ستانکزی
- دنده, کابل
د افغانستان په ختيځ ننګرهار کې د روزنې پر مهال د يوه افغان سرحدي پوليس له لوري د شپږو امريکايي سرتېرو تر وژل کېدو يوه ورځ وروسته د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په پوليسو کې د ده د سابقې په اړه څرګندونې کړي دي.
د کورنيو چارو وزارت رسنيو ته ويلي دغه کس له تېرو نژدې درو کلونو راهيسې د پوليسو په ليکو کې دنده تر سره کوله.
وزارت وايي اوس يې پلټنې پېل کړي چې د بريد لامل مالوم کړي .
ایساف ځواکونه وايي چې په پېښه کې پخپله برید کوونکی هم وژل شوی چې د سرحدي پوليسو يونيفورم يې پر تن وو.
وسله والو طالبانو ادعا کړې چې دغه کس د دوی دستوري وو ، خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت يې ورسره نه مني.
د وزارت وياند زمری بشري وايي اوس د هغو لاملونو د موندلو په لټه کې دي چې دغه پوليس يې پر امريکايي ځواکونو بريد ته هڅولی وو.
په پېښه کې پخپله بريدګر چې وسله وال طالبان يې د ننګرهار د خوګیاڼیو ولسوالۍ اوسېدونکی بولي هم وژل شوی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې افغان امنيتي ځواکونه بهرني سرتېري په ډزو وژني.
نژدې يو مېاشت وړاندې یوه افغان سرتېري د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د ایساف ځواکونو درې سرتېري ووژل.
دغه راز په تېره جولای میاشت کې یوه بل افغان سرتېري ۵ برتانوي پوځيان په ډزو ووژل او د همدې میاشتې پر ۲۰مه په بلخ ولایت کې د ملي اردو یوه سرتېري د روزنې پرمهال یو افغان سرتېری او دوه امريکايان په ډوز ووژل.








