ايساف: طالبانو په اکتوبر کې تر 100 زيات ولسي وګړي وژلي

په افغانستان کې مېشتو سوله ساتو ځواکونو ويلي طالبانو تېره مياشت په افغانستان کې تر درې سوه زيات ولسي وګړي وژلي او ټپيان کړي دي .
ايساف د چهارشنبې پر ورځ په يوه ويناپاڼه کې ويلي طالبانو په اکتوبر کې تر سل زيات ولسي وګړي وژلي او تر دوه سوه زيات نور يې ټپيان کړي دي .
ايساف وايي وروستۍ پېښه د کونړ ولايت په پېچ دره کې د طالبانو له لوري د ګاډي د يوه چلوونکي اعدامول و.
دغه راز په کندهار کې يې دبريدونو يوې لړۍ ته هم اشاره کړې چې د دوی په وينا په پايله کې يې اته افغان ماشومان ووژل شول او ۲۳نور ټپيان شول چې په ټپيانو کې هم لس تنه ماشومان ول .
طالبانو تر اوسه پورې د ايساف له لوري پر دوی باندې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د لګېدلي تور په اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی .
د سويل لوېديز ولايت اروزګان چارواکي بيا وايي دغلته طالبانو په يوه بريد کې اووه پوليس وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي .
د چارواکو په وينا بريد تېره شپه ددغه ولايت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوه پوسته شوی دی .
طالبانو د بريد مسوليت منلی او ادعا يې کړې چې لس پوليس يې وژلي دي .
په يوه بله پېښه کې د هېواد په سوېل کې د ايساف يو سرتېری د سړک پر غاړه خښ کړای شوي شخلي ماين وژلی دی .
سوله ساتو ځواکونو په دې اړه خپره کړې ويناپاڼه کې نه د پېښې کره ځای ښوولی او نه د وژل شوي سرتېري هويت .
خو طالبان وايي دوی د هېلمند په مارجه ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر يوه پلې ګزمه د ماين چاونه کړې چې دغو ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده .
په يوه جلا پېښه کې په ختيځ ولايت ننګرهار کې يوې چاودنې شاخوا لس تنه ټپيان کړي دي .
چارواکي وايي چاودنه په يوې هټۍ کې شوې او د پېښې قربانيان هم ولسي وګړي دي .








