عربستان: طالبانو ته مو یو شرط وړاندې کړی

- Author, هدایت الله همیم
- دنده, کابل
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد یې په افغانستان کې د ټيکاو او سولې په پروسه هله برخه اخیستی شي، چې طالبان له سخت دريځو جنګي ډلو او القاعدې ځانونه بېل کړي.
امیر سعود الفیصل دا څرګندونې د سعودي له رسنیو سره کړې دي.
نوموړي ويلي سعودي عربستان به تر هغه د افغانستان د سولې او ټيکاو په پروسه او هڅو کې برخه وانخلي، چې وسله والو طالبانو له سخت دريځو اورپکو او القاعدې ډلې نه ځاونه نه وي جلا کړي.
په افغانستان کې د سولې عالي شورا تېره میاشت ریاض وهڅاوه چې، په افغانستان کې د روانې نهه کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره له دوی سره مرسته وکړي.
سعودي عربستان، پاکستان او د امریکا متحده ایالتونو د اتیایمې لسیزې پرمهال پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل پروړاندې له اسلامپالو سره مرسته کوله.
خو له ۱۹۹۶ کال وروسته تر ۲۰۰۱ پورې یوازې درو هېوادونو په افغانستان کې د طالبانو اسلامي تحریک په رسمیت پېژانده.
د سعودي خبري رسنیو د بهرنیو چارو د وزیر سعود الفیصل له خولې ویلي: "د سعودي عربستان د منځګړيتوب په اړه ډېرې خبرې شته (خو) د طالبانو لپاره موږ یو شرط وړاندې کړی دی."

نوموړی زیاتوي: "افغان ولسمشر حامد کرزي دا غوښتنه رانه وکړه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې او پخلاینې په خبرو کې منځګړيتوب وکړو، موږ ورته وویل تر هغه به د منځګړيتوب خبرو ته ورداخل نشو، چې طالبان د خپل نېک نیت څرګندويي ونه کړي، او له ترهګرو ځانونه جلا نه کړي."
وړاندې ځينو افغان او بهرنیو سرچینو ویلي وو چې د افغان حکومت او طالبانو جګپوړو چارواکو له یو بل سره لیدلي دي.
په دې لړ کې د افغانستان د سولې د عالي شورا رییس برهان الدین رباني هم له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ومنله چې د طالبانو له ځينو چارواکو سره یې د سولې په تړاو لیده کاته کړي.
خو د طالبانو له ادرسه د افغان حکومت له جګپوړو چارواکو سره د لوړپوړو طالب مشرانو لیده کاته بابیزه خبرې بلل شوې.








