د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې بدلونونه

- Author, عبدالمالک عاصم
- دنده, له کابله
د افغانستان د کورنيو چارو په وزارت کې په لويه کچه نوي بدلونونه راغلي چې د کندهار او بادغيس لپاره امنيه قومندانان او د سرحدي زونونويو شمېرقومندانان نوي شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي د نويو بدلونونو موخه په امنيتي چارو کې د ښه والي را وستل دي.
دا په تيرو څو مياشتو کې دوهم ځل دى چې د کورنيو چارو په وزارت کې په لوړه کچه بدلونونه راځي.
د کورنيو چارو د وزارت په دغو ١٩ لوړپوړو چارواکو کې د کندهار او بادغيس لپاره نوي امنيه قومندانان ټاکل شوي دي.
په دغو بدلونونو کې د کندهار درې لوړ پوړې پوليس قومندانان بدل شوي چې پخوانى جهادي قومندان خان محمد مجاهد چې يو مهال د بلخ امنيه قومندان وو د کندهار د نوي امنيه قومندان په توگه ټاکل شوى او تر ټاکنې وړاندې يې ولسي جرگې ته هم له دغه ولايته ځان کانديد کړى وو چې رايې ونه گټلې.
او د محمد جبار په نوم مل پاسوال د بادغيس د امنيه قومندان په توگه ټاکل شوى.
د کندهار پخوانى امنيه قومندان سردارمحمد ځاځى د کورنيو چارو په وزارت کې له اداري فساد سره د مبارزې او د تفتيش دعمومي ريیس په توگه ټاکل شوى.
دارنگه په دغه ولايت کې د پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون قومندان محمد شفيق فضلي د کورنيو چارو وزارت د استخباراتو د عمومي ريیس په توگه ټاکل شوى.
نوموړی څو کاله وړاندې د کابل د امنيه قومندان مرستيال هم و.
دغلته په هلمند ولايت کې هم د پوليسو دوه قومندانان نوي شوي، نبي جان ملاخېل د هلمند د ٧٠٧ ساحوي زون د مرستيال په توگه ټاکل شوى، نوموړى تر دې د مخه د زابل کندهار د لويې لارې د ساتنې قومندان و.
او سمونوال سلطان محمود د هلمند سرحدي پو ليسو د زون د قومندان په توگه ټاکل شوى.
په رسنيو کې بله مهمه پېژندل شوې څېره جنرال امين الله امرخېل دى. ښاغلى امرخېل د لومړي نمبر سرحدي زون د قومندان په توگه ټاکل شوى.
نوموړی له کابله د ولسي جرگې ټاکنو ته هم ولاړ و او څو کاله وړاندې د کابل د هوايي ډگر د سرحدي پوليسو قومندان و.
په ختيځ کې د لومړي نمبر سرحدي زون پخوانى قومندان محمد زمان مموزي په کورنيو چارو وزارت د تفتیش په رياست کې د معيارونو د تفتيش ريیس ټاکل شوى.
ددغو ټاکنو موخه د کورنيو چارو د وزارت په اعلاميه کې د چارو ښه والى او له درو کلونو په يوه پوست د زيات کار کوونکو چارواکو بدلېدنه ښوول شوې.








