ایران د افغانستان د امنیت په تړاو غونډه کې ګډون کوي

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچرډ هولبروک ویلي د ایران سترې ستونزې په افغانستان کې ناامني، د نشه یي توکو قاچاق او د بهرنیو ځواکونو شتون دی.
په غونډه کې د ایټالیا ځانګړی استازی بیا وایي چې ایران ترهغې څه ډیر مهم دی چې باید یوې خوا ته پرېښودل شي.
د روم په غونډه کې د نړۍ د 46 هېوادونو استازي راټول شوي چې په دې کې د لومړي ځل لپاره د اسلامي کنفرانس استازی هم ګډون لري.
دغه کنفرانس په راتلونکې میاشت کې د ناټو سازمان غونډې ته هم کتنه درلوده چې ټاکل شوې په لیسبون کې جوړه شي او په ترڅ کې یې افغان امنیتي ځواکونو ته د مسؤولیت د ورسپارلو په لارو چارو غور وشي.
د افغانستان ګاونډی ایران هم په دې غونډه کې برخه لري، چې د امریکا متحده ایالتونو او ناټو جګپوړو چارواکو ګډون پکې کړی دی.
ریچرډ هولبروک د غونډې پرمهال ویلي ایران د افغانستان د ستونزې د حل په برخه کې ښه رول درلودی شي.




