"افغان حکومت له طالبانو سره د لوړې کچې خبرې رد کړې"
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, کابل
واشنګټن پوست د ځينو افغان او عربي سرچینو په حواله ويلي، دوی د لومړي ځل لپاره دا باور ترلاسه کړی، چې د طالبانو استازو د کوټې د شورا او د طالبانو د مشر ملا محمد عمر لخوا په پوره واک او اختیار سره د سولې په خبرو کې ګډون کړی دی.

دغه سرچینه وايي چې د طالبانو استازي د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډېر جدي او د مناسبې لارې په لټه کې دي.
خو افغان چارواکو له طالبانو سره هر راز رسمي خبرې رد کړې دي.
د افغانستان د ولسمشرۍ د دفتر یوه تن ویاند حامد علمي بي بي سي ته وویل، ښايي دا خبرې په سیمه ییزه کچه د دواړو غاړو ترمنځ شوې وي، خو هېڅ رسمیت نه لري:
''کوم خبرونه چې په ځینو رسنیو کې راغلي، چې ګني د افغان حکومت او جګپوړو طالب مشرانو ترمنځ خبرې شوې، موږ یې نه شو تاییدولی، ښايي دا ډول خبرې به په سیمه ییزه کچه شوې وي.''
ښاغلي علمي زیاته کړه، د سولې په تړاو هر ډول رسمي خبرې او اړيکي د افغانستان د سولې د عالي شورا له لارې ترسره کېږي:
''د سولې عالي شورا په همدې منظور جوړه شوې، چې له مخالفینو سره اړیکه ونیسي او د سولې پروسه پرمخ بوځي.''
وړاندې څو ځلې د طالبانو مشر ملامحمد عمر له افغان حکومت سره د سولې خبرې هله شونې بللې دي، چې له دغه هېواده بهرني ځواکونه ووځي.
خو افغان او عربي سرچینو واشنګټن پوست ته ویلي چې د کوټې شورا په افغان حکومت کې د ځينو طالب مشرانو د ورګډېدا او له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال وېش د ټاکلو پر سر خبرې پيل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې د عالي شورا یو شمېر غړي خبرداری ورکوي، چې د دغې شورا له چوکاټه بهر د طالبانو له مشرانو سره هر هراز پټې خبرې په هېواد کې د سولې د بهیر په مخ کې خنډ ګرځېدلی شي.
د سولې د عالي شورا یو غړی محمد محقق وايي د لوړې کچې په خبرو کې باید هغه معیارونه په پام کې ونیول شوي، چې د سولې عالي شورا او حکومت ټاکلي دی:
''سوله باید له مطرح شوو قانوني لارو څخه ترسره شي، او خبرې باید شفافې وي، دا مهال چې د سولې عالي شورا جوړه شوې ده، باید د همدې شورا له لارې د سولې بهیر پرمخ یووړل شي، او هر شکمن خوځښت د سولې بهیر له خنډ سره مخامخوي. ''

ویل کېږي چې دغه شبکه د کوټې د شورا پرتله د پاکستان له څارګرې ادارې (ای اېس ای) سره ډېر نژدې اړيکي لري.
تېره اوونۍ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس ويلي وو چې داسې ښکاري چې د طالبانو مشرانو په لوړه کچه د افغانستان له حکومت سره په اړیکه کې دي.
په داسې حال کې چې سرچینو د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې ډېرې جدي ارزولې دي، خو وايي په دغو خبرو کې د حقاني شبکه برخه نه لري.
افغان حکومت په پرلپسې ډول وسله وال مخالفان سولې ته رابللي دي، خو هغوی تل ویلي دي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې د سولې خبرو ته کښېني.








