په افغانستان کې د تېلو نوې زېرمې موندل شوې

- Author, حامد حليمي
- دنده, له کابله
چارواکي وايي د تېلو دغه نوې زېرمې د افغانستان په شمال کې د مزار شريف د حيراتانو او تاشقرغان په سيمو کې دي.
د کانو وزارت چارواکي وايي د تېلو د دې نوو زېرمو اکتشافي چارې د کورنيو او نړيوالو څېړنکو لخوا ترسره شوې، خو زياتوي چې په دې برخه کې څېړنې به تر راتلونکو شپږو مياشتو بشپړې شي.
د کانو وزارت وياند جواد عمر وايي لومړنۍ څېړنې ښيي چې په دې زېرمو کې نژدې دوه ميليارده بوشکې تېل شته دي: (( د نفتي توکو دغه نوې او سترې زېرمې د حجم له پلوه په هېواد کې د نفتي موادو د سترو زېرمو له ډلې شمېرل کېږي او ظرفيت يې يو اعشاريه اته ميليارده بوشکې خام نفت اټکل کېږي.
دا سيمه نورو اکتشافي څېړنو ته اړتيا لري چې د پلان له مخې د څېړنې د نوې ټکنالوژۍ پرمټ به دا چاره د روان کال د سلواغې تر مياشتې بشپړه شي، او وروسته له هغه به داوطلبي ته وړاندې شي.))
د ښاغلی عمر په وينا يو شمېر نړيوالو شرکتونو لا له وړاندې د تېلو په دغو زېرمو او دې ته ورته د تېلو او غازو پر ځينې نورو زېرمو باندې د پانګونې لېوالتيا ښودلې چې د اړونده پړاوونو له بشپړېدو وروسته به يې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.
د کانو وزارت وياند وايي د راتلونکو پېنځو کلونو په ترڅ کې به د افغانستان يو زيات شمېر کانونه او طبعي زېرمې داوطلبۍ ته وړاندې شي او په خبره يې په دې توګه به يې ګټې اخيستنې ته لاره هواره شي: (( د هغو پلانونو او پروګرامونو له مخې چې د افغانستان د کانو وزارت يې لري، د راتلونکو پېنځو کلونو په ترڅ کې به د افغانستان يو شمېر کانونه او د هايدروکاربن زېرمې په شفافه توګه له داوطلبۍ وروسته، ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.))
د چارواکو په وينا، د افغانستان په شمال کې د غازو او تېلو را ايستلو له پيلېدا سره به افغان دولت ميليونونه ډالره ګټه وکړي.
په دې وروستيو کې د امريکا ځمکپېژندونکو ويلي ول، چې په افغانستان کې د شاوخوا يو تريليون ډالرو په ارزښت طبيعي زېرمې شته.
خو د دې سروې له خپرېدو وروسته افغان چارواکو په ډاګه کړه چې د افغانستان کانونه او طبيعي زېرمې شاوخوا درې تريليون ډالره ارزښت لري او دا له هغې څه درې برابره ډېرې دې چې امريکايي ځمکپېژندونکو يې په اړه ويلي و.
چارواکي وايي د کانونو گټه کولى شي په راتلونکو څو کلونو کې افغانستان په کورنيو عايداتو بسيا او د نړيوالو د مرستې له احتياجه يې خلاص کړي. د رسمي شمېرو له مخې يوازې که د افغانستان کانونه ګټې اخيستنې ته چمتو شي نو يواځې ماليه يې، په کال کې يو ميليارد ډالرو ته رسېدلى شي.
خو دا چاره به ښايي د ځينو ستونزو هوارولو ته هم اړتيا ولري چې په افغانستان کې د امنيت ټينګښت او پانګوالو ته د لازمو اسانتياوو برابرول به يې په سر کې راځي.








