افغانستان: په کليو کې بادي او لمريزه برېښنا برابرېږي

- Author, هميم جلالزی
- دنده, له کابله
که څه هم افغانستان د برېښنا د توليد لپاره د اوبو پرېمانه سرچينې لري خو افغان حکومت وايي هوډ لري چې دا مهال د اوبو پر ځای په کليو کې د برېښنا د نشت ستونزه د باد او لمر په څېر طبعي سرچينو څخه په ګټنې سره هواره کړي.
د کليو پراختيا وزارت وايي په کليو او بانډو کې به داسې ماشينګوټي ووېشي چې له باد او لمر څخه د اخيستې انرژۍ په مرسته برېښنا توليد کړي .
شاوخوا اته کاله مخکې د کليو پراختيا وزارت په کليو کې خلکو ته جنراټورنه ورکړل چې د برېښنا د توليد لپاره يې وکاروي خو اوس وايي هغه پروګرام ناکام و ځکه نوی پروګرام پيلوي.
که څه تر اوسه پورې دا تضمين هم نشته چې د باد او لمر له انرژې څخه د برېښنا د توليد پروګرام به بريالی شي او کنه خو د کليو د پراختيا وزير جارالله منصوري وايي څېړنو ښوولې چې د افغانستان چاپېريال د بادي او لمريزې برېښنا د توليدولو لپاره ښه جوړ دی .
دی وايي همدغو څېړنو او ارزونو ورته د نوي پروګرام د برياليتوب ډاډ ورکړی.
ښاغلي منصوري وايي ډېر ژر به په کليو کې له باد او لمر څخه د برېښنا د توليد د ماشينونو وېش پيل کړي.
د کليو د پراختيا وزارت د برېښنا د توليد د پروګرام تر څنګ غواړي کليوالو صنايعو ته هم وده ورکړي . په دې لړ کې يو نوی پروګرام پيلوي چې په ترڅ کې به يې هغو خلکو ته پورونه ورکول کېږي چې کوچني صنايع توليدوي .
ښاغلي منصوري وايي له دې سره به په کليو کې د بېوزلۍ او وزګارتيا کچه راټيټه او د کورنيو عوايد زيات شي: ((موږ د کليوالي صنايعو د پراختيا د پروگرام له لارې غواړو چې دکوچنيو کليوالي تشبساتو ملاتړ وکړو چې نوره وده هم وکړو . موږ غواړو دوى بازار سره ونښلوو . چې په دغې چارې سره د کار او عايد زمينې برابريږي .))
ښاغلي منصوري وويل حکومت به هڅه کوي چې خلکو صناعواو توليداتو ته بازارونه هم ومومي .
نوموړي وويل دغه دواړه پروګرامونه به په راتلونکو څلورو کلونو کې بشپړ شي.
ښاغلي منصوري په هېواد کې روانۍ نا امنۍ د خپل وزارت د پروګرامونو دپلي کېدو په لاره کې خنډ وبللې خو له دې ټولو سره سره يې وويل په راتلونکو څلورو کلونو کې به دغه پرواګرمونه پلي کړي چې ورسره به د کليوالو په ژوند کې پاموړ بدلون راشي .








