ديمیستورا: د کابل کنفرانس کې به د چارو په افغانيزه کېدا ټينګار وشي

ښاغلی ديمستورا
د عکس تشریح، ښاغلى ډيمسټورا وايي د امنيت، ټيکاوو او بيا رغاونې په برخو کې به افغان حکومت خپلې ژمنې وړاندې کړي او نړيوال به په دغو ټولو برخو کې د مسؤوليتونو د ور سپارلو هوکړه ور سره وکړي
    • Author, عبدالمالک عاصم
    • دنده, له کابله

١٢ ساعته وروسته به افغان پلازمېنه د يوه لوى نړيوال کنفرانس کوربه وي چې د شاوخوا اويا هيوادونو او نړيوالو ټولنو لوړ پوړي استازي به پکې ميلمانه وي.

ددغه نړيوال کنفرانس موخه د افغانستان د سياسي ، اقتصادي او پوځي چارو افغاني کيدل او په دغه برخه کې دافغان حکومت لخوا د مشخوصو پروژو وړاندې کول او ورڅخه د نړيوالو د ملاتړ تر لاسه کول دي.

د افغان حکومت غوښتنه داده چې د مرستو لويه برخه ددوى په واک کې ورکړي.

افغانستان په خپل تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د داسې لوى نړيوال کنفرانس کوربه توب او مشري کوي.

د دغه هيواد چارواکي به د خپل هيواد د جوړولو لپاره په خپل لاس جوړې کړې تگلارې نړيوالو چارواکو ته وړاندې کړي چې غواړي پر کوم لوري، په څه ډو ل او څومره وخت کې دغه مزل وکړي.

د کابل د کنفرانس موخه داده چې تردې وروسته د سيا سي ، اقتصادي ، امنيتي او نورو ټولو چارو سر لارېتوب افغانانو ته ورکړل شي او نړيوال يې د پيسو او وسلو په مټ تر شا ودريږي.

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال چې د سباني کنفرانس يو تنظيموونکى دى.

په دغه ناسته کې به مرستې نه غوښتل کيږي خو ښاغلى ذاخيلوال وايي اصلي ټينگار به يې دا وي چې ورسره د پخوانيو ژمنه شويو مرستو لويه برخه ددوى په واک کې ورکړي چې دخپلو لومړيتوبنو پر بنسټ يې په لويو پروژو ولگوي چې اوږدمهالې گتې ولري.

تر اوسه دافغان حکومت لويه نيوکه داده چې اتيا په سلو کې بهرنى مرستې نړيوالو په خپله او خپله خوښه لگولي چې په باور يې اغيز يې کم او لگښت يې زيات دى.

د کابل په کنفرانس کې به دافغان حکومت مهمه غوښتنه همدا وي چې هرڅه دي د افغانانو په غوښتنه او ددوى د اړتيا پر بنسټ تر سره شي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د سر منشي ځانگړى استازى سټيفن ډيمسټورا وايي په دغه کنفرانس کې به د چارو په افغاني کيدو ټينگار وشي.

ښاغلى ډيمسټورا وايي د امنيت، ټيکاوو او بيا رغاونې په برخو کې به افغان حکومت خپلې ژمنې وړاندې کړي او نړيوال به په دغو ټولو برخو کې د مسؤوليتونو د ور سپارلو هوکړه ور سره وکړي، خو په دغه برخه کې د ډيرو شنونکو په باور د نړيوالو هيله داده چې افغان چارواکي د اداري فساد په وړاندې مبارزه سخته او خپل ظرفيت يا وړتيا لوړه کړي.

افغان چارواکي وايي ددغې لويې نړيوالې غونډې په لړ کې به د کابل پروسې له مخې دغلته د کېدونکو ژمنو او وړاندې کېدونکو پروگرامونو د عملي کېدو لپاره به ټول اړخونه په گوته کيږي.

همدارنگه به ددغه نړيوال کنفرانس په ترڅ کې په افغانستان کې د ټيکاو د را تلو په موخه له وسله والو مخالفينو سره د افغان حکومت دروغې جوړې له طرحې د نړيوالو سيا سي او مالي ملاتړ هم په ډاگه شي.