د پکتيا په جانيخېلو کې يوه توغندي 6 تنه ووژل

پکتيا
د عکس تشریح، جانخېل د پکتيا ولايت يوه نا ارامه غرنۍ ولسوالي ده چې ډېر وخت پکې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ نښتې روانې وي

د پکتيا ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د يوه توغندي په بريد کې شپږ ولسي وګړي وژل شوي او همدومره نور ټپيان شوي دي .

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون بي بي سي ته وويل د جاني خېلو پر ولسوالۍ له نامعلومه لوري دوه توغندي راتوغول شوي ول چې يو يې د ولسوالۍ له بازاره دباندې او بل يې د بازار په منځ کې لګېدلی دی .

ده وويل مرګ ژوبله هم وروستي توغندي اړولې ده .

دښاغلي سمون په وينا وژل شوي او ټپيان ټول ولسي وګړي دي چې ټپيان يې د درملنې لپاره ګاونډۍ ولسوالي څمکنيو ته لېږدولي او د يوه تن روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی .

جانيخېل د پکتيا نا ارامه غرنۍ ولسوالۍ ده چې ډېر وخت پکې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ نښتې روانې وي.

که څه هم ددغو توغنديو د را ويشتلو مسلويت چا نه دی منلی خو پر دغې ولسوالۍ ډېر وخت طالبان ورته بريدونه کوي.

د پکتيا په ګاونډي ولايت پکتيکا کې بيا د سړک غاړې ماين د ولسي وګړو يو ګاډی الوزلی چې يو ماشوم ، دوه مېرمنې او يو سړی پکې وژل شوی او يو بل سړی پکې ټپي شوی دی.

چارواکي وايي په دغې سيمه کې وسلوال طالبان بهرنيو او افغان ځواکونو ته ماينونه ږدي چې نن د ولسي خلکو پر موټر و چودلی دی.