م.م: د افغانستان امنيتي حالت ښه شوى نه دى

- Author, کوېنټېن سمرويل
- دنده, کابل
ملگري ملتونه وايي د افغانستان امنيتي حالت ښه شوى نه دى او د سړکغاړې بمي چاودنو کچه په سږکال په لومړيو څلورو مياشتو کې د تېر کال د همدې پړاو په پرتله په سلو کې ٩٤ ختلې ده.
دا موندنې امنيت شورا ته د ملگرو ملتو د سرمنشي بان کي مون په څلور مياشتني رپوټ کې وړاندې شوي دي.
ملگرو ملتونو د افغانستان په امنيتي حالت کې بدلون يو هېښوونکى بهير بللى چې تاوتريخوالى په کې سږکال په بېساري ډول ډېر شوى دى. د سړکغاړي بمي چاودنې د ٢٠١٠ په لومړيو څلورو مياشتو کې د تېر کال په پرتله په سلو کې ٩٤ ډېرې شوې دي.
په منځني ډول اوس هره اوونۍ درې ځانمرگى بريدونه کېږي چې نيمايي يې د جنوب پر کړکېچنو سيمو وي.
له دې سره جوخت بريدونه تر پخوا ډېر پېچلې شوي هم دي او دا د ملگرو ملتو په وينا د ياغيانو او القاعدې تر منځ دتړاو نښه ده.
د هلمند په مارجه کې د ناټو وروستيو عملياتو د دغه رپوټ په ليکنه تر څه ځايه د بريدونو په دې پراخېدا کې ونډه درلودلې ده.
طالبان دغه راز په ډېرېدونکي ډول د افغان چارواکو په وژلو کې هم برلاسي شوي دي.
وژنې په سلو کې ٤٥ پورته تللي چې په قربانيانو کې يې د طالبانو د مخکني مرکز- کندهار ملايان، حکومتي کارکوونکي او قومي مشران راځي.
ددغه ښار مرستيال ښاروال او د کرنې رييس دواړه په همدغه ډول بريدونو کې وژل شوي دي.








