افغان چارواکي : مولوي فضل الله ژوندی دی

مولانا فضل الله
د عکس تشریح، افغان چارواکي وايي چې په برګيمټال کې مولانا فضل الله نه بلکې د هغه او حکيم الله مسيدمرستيالان وژل شوي دي .

افغان چارواکود نورستان په برګيمټال ولسوالۍ کې د سوات د طالبانو د پخواني مشهور قوماندان مولانا فضل الله د وژل کېدو خبر رد کړ.

دوی وايي په جګړه کې نوموړی نه بلکې دو ه نور جګ پوړي پاکستاني طالب قوماندانان له لسو نورو کسانو سره وژل شوي دي.

د پنجشنبې د ورځې په لومړيو کې ځينو افغان امنيتي چارواکو د مولانا فضل الله د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

په سيمه کې د افغان سر حدي پوليسو د لومړي کنډک قوماندان محمد ګل همت بې بې سي ته وويل خپله مولانا فضل الله نه دی وژل شوی خو دده او حکيم الله مسيد مرستيالان له يولسو نور پاکستاني طالبانو سره د برګيمټال په جګړه کې وژ ل شوي دي:

((مولانا وحيدالله او مسعود حکيم د مولانا فضل الله او د پاکستاني طالبانو د تحريک د مشر حکيم الله مسيد مرستيالان و چې په جګړه کې وژل شوي دي. ))

که څه هم ښا غلی همت وژل شوي دواړه د پاکستاني طالبانو ددويمي کچې سړي يادوي خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي دوه تنه د حکيم الله مسيد اومولانا فضل الله مرستيا لان وو او که نه؟

د نورستان چارواکو څه موده وړاندې وويلي و چې د سوات د طالبانو مشر له خپلو ګڼ شمېر جنګياليو سره نورستان ته راوښتی دی.

که څه هم دا مهال نورستان ته دده د راتلو خپلواک پخلی نه دی شوی خو تېر کال نوموړي د يوې افغان مخابراتي شبکې پر ګرځنده ټېلېفون بي بي سي ته افغانستان ته د راتلو پخلی کړی وو.

له تېرو پېنځو ورځو راهيسې وسلوال طالبان د نورستان پر برګيمټال ولسوالۍ له څلورو خواو بريدونه پيل کړي چې د نورستان چارواکي پکې د مولانا فضل الله او نورو پاکستاني طا لبانو د لسګونو جنګياليو د ګډون خبرو رکوي.

خو د افغان طالبانو يوه وياند ‌ذبيح الله مجاهد دغې سيمې ته د پاکستاني طا لبانو د مشرانو د راتلو او په جګړه کې د ښکېلتيا خبر رد کړ.

هغه وويل د برګيمټال په بريد کې يواځې افغانې طا لبان برخه لري.

د نورستان دغه لري پرته ولسوالۍ تېر کال هم په همدې شپو ورځو کې له ورته حالت سره مخامخ وه او ان د لنډې مودې لپاره د طالبانو ګوتو ته ورغلې وه چې وروسته افغان ځواکونو د ايسا ف په مرسته بېرته ونيوله.