د بګرام پټ زندان او د بنديانو ځورونه

د بګرام هوايي اډه
    • Author, عبدالمتين سمسور
    • دنده, له لندنه

دکابل په شمال کې بگرام يو لانجمن زندان وو، او سلگونه بنديان په کې ساتل کېدل چې اوس نوي زندان ته لېږدول شوي دي .

د ځورولو او د بنديانو د حقونو د تر پښو لاندې کولو د ادعاوو له کبله د بگرام زوړ زندان ډېر بدنام و .

خو عيني شاهدانو بي بي سي ته په مرکو کې او ليکلي ډول ويلي چې پربنديانو زورزياتى د بگرام په يو ه پټ زندان کې اوس هم دوام لري .

شېراغا يو له دغو کسانو څخه دى چې وايي شپږ ورځې يې په دغه پټ زندان کې تېرې کړې دي .

د نورو ځورونو ترڅنگ ، شېراغا په دوامدار ډول بنديانو ته د بېخوبۍ دورکولو يادونه هم کوي .

د شېراغا په وينا امريکايانو دې ځا ى ته تور سورى وايه .

دده په وينا کله چې له بنده پرېښودل شول ، نو د زندان چارواکو تر ې غوښتنه وکړه چې ((خپلې دغه کيسې چاته ونه کړو، ځکه چې دا به مو په زيان وي .))

د مرکو پر مهال شېراغا او نورو شکايت درلود چې د زندان خونې ډېرې سړې وې.

هغه وويل کله چې يې غوښتل ويده شي، نو د يخنۍ له کبله يې ټول بدن لړزېده او بيا به يې د قرانکريم په تلاوت لاس پورې کړ .

د دوى په وينا ، په لوی لاس بنديان خوب ته نه پرېښودل کېدل.

ميرويس بل افغان زنداني دى چې څلرويشت ورځې يې د بگرام په پټ زندان کې تېرې کړې دي .

نوموړي وويل، ده او نورو ځکه نه شواى کولى چې خوب وکړي چې دغلته يو ماشين وو چې شورماشور يې جوړاوه .

دده وينا په خونه کې يې يوه وړه کمره وه او همدا چې سترگې به يې پټې شوې، نو د زندان ساتونکي به راتلل او خوب به يې ور گډوډکړ .

ټولو هغو کسانو چې په جلا جلا توگه يې له بي بي سي سره مرکې کړې ، نژدې ورته کيسې يې کولې .

ډېرى دغو کسانو وويل چې د نيولو پر مهال امريکايي سرتېرو ډبولي او بيا يې زندان ته لېږدولي دي .

د ميرويس سم نيمايي غاښونه نشته او دده په وينا غاښونه يې هغه مهال ورژېدل چې يوه امريکايي سرتېري د توپک په کونداغ وواهه .

له دوى څخه هېچا هم ونه ويل چې د سره صليب د کمېټې کارکونکي دغه پټ زندان ته ورغلي وي او له دوى سره يې کتلي وي .

دوى ټولو داخبره هم وکړه چې کورنۍ يې خبرې نه وي چې دوى چېرې او له چاسره دي ؟

ددوی په خبره، د زندان په وړوکي خونه کې به تل څراغ لګېده او نه پوهېدل چې شپه ده اوکه ورځ چې په وينا يې دا ډېره ځورونکې وه .

ميرويس وويل چې کله به تشناب ته ، بېول کېده نو امريکايي سرتېرو به اړيست چې ونڅېږي .

دبگرام دغو پخوانيو بنديانو وويل چې ترنيول کېدو، وروسته لومړى دوى په همدې پټ زندان کې واچول شول او بيا د بگرام د هوايي ډگر زندان ته ولېږدول شول چې اوس د پروان دنوي زندان په نامه يادېږي.

په روان کا ل کې دبگرام د بدنامه زاړه زندان څخه بنديان د پروان نوي زندان ته ولېږد ول شول .

په ٢٠٠٢ کال کې دوه افغان بنديان د زندان په خونو کې له ځوړندولو او وهلو وروسته مړه شول .

بي بي سي د بگرام د هوايي ډگر د پټ زندان د شتون او د زورزياتي ادعاوې، په بگرام کې د امريکايي پوځيانو مخې ته کېښودې، خو هغوی په کلکه ددغه ډول يوه پټ زندان د شتون ادعا ردکړه.