په هرات کې د څښاک د اوبو نوې زیرمه جوړېږي

.
د عکس تشریح، ویل کېږي سره له دې چې په افغانستان کې د دې ستونزې د هوارولو په موخه ځانګړي پروګرامونه پدې وروستیو څو کلونو کې ترسره شوي خو د ډیری کارپوهانو په باور په بنسټیزه توګه د دې هېواد په ټولو سیمو کې د څښاک د اوبو د ډاډمنو سچینو رامنځ ته کول زیاتو هڅو او لګښتونو ته اړتیا لري.
    • Author, محمد قاضي زاده
    • دنده, له هراته

د هرات د ابو رسولو د ادارې چارواکي وایي د هرات په ښار کې یې د اوبو د یوې بلې زېرمې د جوړولو پروژه رامنځ ته کړې.

دغه زیرمه د ښار په شمالي لمنو کې جوړیږې او د کار په ترسره کېدو سره به یې د چاروکو په خبره د دې ښار سل په سلو کې اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.

په دې ولایت کې د کلیو د پراختیا او بیاودانولو ریاست هم وایي چې د هرات په ولسوالیو کې هم د زرګونو وګړو لپاره د اوبو رسولو شبکې په دې وروستیو پنځو کلونو کې جوړې شوې.

د هرات ښار په شمال کې د اوبو د غه نوی زیرمه د یو ميلیون امریکایي ډالرو په لګښت د آلمان د تخنیکي مرستو یا جي ټي زیډ موسسې لخوا جوړیږي.

آلمان په هرات کې د ابورسولو د مرکزي شبکې پروژه هم دوه کاله وړاندې د شپږ ميلیونه ډالرو په لګښت ترسره کړې وه چې په نتیجه کې یې د هرات د ښار ۹۵ فیصده اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی، خو اوس چارواکي وایي چې د دې نوې زېرمې په جوړېدو سره به د هرات ښار سل په سلو کې اوسېدونکي پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.

رسول بشرمل
د عکس تشریح، ښاغلی بشرمل د اوبو دغې نوې زېرمې د جوړولو پروژه ډېره مهمه ارزوي او وایي هڅه کیږي چې د روان کال تر پایه یې کار بشپړ شي .

د هرات د اوبو رسولو ادارې مرستیال محمد رسول بشرمل وايي: (( تر دې وړاندې د هرات په ښار کې ۹۵ فیصده خلکو د څښاک صحي اوبو ته لاسرسی درلود، خو اوس مو دا بوديجه یو ميلیون ډالره ترلاسه کړه . موږ د ښار په شمال کې یوه ارتفاعي زیرمه د هغو د ټولو ملحقاتو او څاګانو سره جوړوو چې سل فیصده خلک به په ښار کې صحي اوبو ته لاسرسی ولري.)) ښاغلی بشرمل د اوبو دغې نوې زېرمې د جوړولو پروژه ډېره مهمه ارزوي او وایي هڅه کیږي چې د روان کال تر پایه یې کار بشپړ شي . په ولسوالیو کی د څښاک د اوبو سرچینې ښاغلی بشرمل زیاتوی که څه هم د اوبو رسولو اداره اصلاْ یوازې د ښار په محدوده کې فعالیت لري خو په وینا یې د اړتیا په پام کې نیولو سره دوی د هرات په پنځو ولسوالیو کې هم د اوبو رسولو شبکې جوړې کړې.

هرات ۱۵ ولسوالۍ لري او په پاتې سیمو کې د پاکو اوبو اړتیا د ملي پیوستون د پروګرام لخوا پوره کیږي.

د هرات د کلیو د پراختیا او بیاودانولو رییس آقا محمد صدیقي وایي د دې پروګرام د پیل راهیسې تراوسه د هرات په ۱۵ ولسوالیو کې د اوبو رسولو ۱۲۰ شبکې جوړې شوې : (( د ملي پیوستون د پروګرام پر بنسټ موږ تراوسه د هرات په ۱۵ ولسوالیو کې د اوبو رسولو څه د پاسه ۱۲۰ ل شبکې جوړې کړې او هرې شبکې د شاوخوا ۲۰۰ کورنیو اړتیا پوره کړې سربېره پر دې موږ څه د پاسه ۱۲۰۰ څاګانې په ۱۵ ولسوالیو کې کیندل شوې او اوس خلک ترې ګټه اخلي.)) ښاغلی صدیقي وایي دغه پروژې د شپږ ميلیونه ډالرو په لګښت ترسره شوې دې. کارپوهان د هغو ناروغیو او ستونزو په پام کې نیولو سره چې د ناپاکه اوبو نه د استفادې په پایله کې پیدا کیږي، د څښاک د پاکو اوبو د عصري زېرمو او شبکو پر جوړولو ډیر ټینګار کوي.

ویل کېږي سره له دې چې په افغانستان کې د دې ستونزې د هوارولو په موخه ځانګړي پروګرامونه پدې وروستیو څو کلونو کې ترسره شوي خو د ډیری کارپوهانو په باور په بنسټیزه توګه د دې هېواد په ټولو سیمو کې د څښاک د اوبو د ډاډمنو سچینو رامنځ ته کول زیاتو هڅو او لګښتونو ته اړتیا لري.