کرزي: طالبان دې ښوونځي نه تړي

ولسمشر حامد کرزي په خپله 15 ورځنۍ راډيويي وينا کې له طالبانو نه غوښتنه وکړه چې د ښوونځيو د تړلو پر ځاى په افغانستان کې د ښوونې او روزنې ته وده ورکړي .
د پوهنې وزارت په وينا دا مهال په افغانستان کې تر ٤٠٠ ډير ښوونځي تړلي دي چې له کبله يې د ښوونځي وړ ٢٠٠ زره ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي .
دا چې ولسمشر حامد کرزي ولې خپله بيگانۍ وينا د ښوونځيو او په ځانگړي ډول د نا امنيو له کبله تړل شويو ښوونځيو ته ځانگړې کړې وه، يو لامل يې په سړو سيمو کې د ښوونيز کال رارسېدل دي چې ايله يوه اونۍ مخکې يې د پيليدا ټالۍ د کابل په يوه ښوونځي کې هم خپله د ښاغلي کرزي له خوا وټنگول شوه.
ولسمشر د پخوا په څېر يو څل بيا له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د ښوونې روزنې د مخنيوي پر ځاى هغې ته وده ورکړي، نوموړي وويل ښوونځي له اسلام او هېواد سره دښمني ده :
''يوځل بيا زه پر طالبانو غږ کوم چې د افغانستان د بچيانو د مکتب د تړلو کار دې پرېږدي، او برعکس د افغانستان د بچيانو د ښوونځيو د پرانستلو او د د تعليم په وده کې دې مرسته وکړي، له ښوونځيو سره دښمني د افغانستان له بچيانو سره دښمني ده، د مکتبونو بندول له اسلام سره دښمني ده، ګرانو هېوادوالو او خصوصآ طالبانو وروڼو ته زما دا هيله ده چې په دې هڅه کې له ټول ملت سره ملګري شي او د بچيانو تعليم ته توجه وکړي . ''
ښاغلي کرزي وويل د افغانستان د راتلونکي روښانه کول له دې سره تړلي دي چې نور ښوونځي هم پرانيزو نه دا چې پرانستي هغه يې وتړو .
هغه د راتلونکي په اړه هيله څرگنده کړه او ويې ويل چې سبا ورځ به ننۍ نا امنۍ نه وي، مرور ورونه به پخلا شوي وي او تلپاتې سوله به راغلي وي، خو که ښوونځي وتړل شي ناوړه اغېز به پاتې وي او هغه په دې توگه چې ډېر ځوانان او نجونې به د زده کړې له پسوله بې برخې وي :
''سبا به انشاء الله د خدای په مرحمت دا ناامنۍ، جنګونه او بدې ورځې نه وي، مرور وروڼه به مو پخلا وي او دايمي سوله به مو دايمي سوله کور ته راغلې وي، خو که مدرسې او ښوونځي مو همداسې بند وي، ډېر ځوانان به مو له تعليمه بې برخې شي، او راتلونکې به يې برباد شي، له تعليمه د ځوانانو او کوچنيانو بې برخې کېدل، د دوی او د وطن د دوی له راتلونکې سره ډېره لويه جفا او ظلم دی . ''
افغان ولسمشر له قامي مشرانو او ديني پوهانو نه وغوښتل چې د نا امنيو له کبله د تړل شويو ښوونځيو په بيا پرانستنه کې ور سره مرسته وکړي .
د رسمي شمېرو له مخه دا مهال په افغانستان کې ٤٢٢ ښوونځي تړل شوي دي چې له دې ټولگې څخه ډېر يې په نا ارامه سويلي او سويل ختيځو ولايتونو کې دي چې دې چارې ٢٠٠ زره ماشومان د زده کړې له نعمته بې برخې کړي دي .
خو د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې له شتو خنډونو سره سره د ښوونې او روزنې په برخه کې پام وړ پرمختگ شوى دى وايي په ١٣٨١ لمريز کال کې تر يو ميليون لږ ماشومان ښوونځيو ته تلل او د ښوونځيو شمېيره درې زرو ته رسېده خو اوس نژدې ٧ ميليونه ماشومان ښوونځيو ته ځي او د ښوونځيو شمېره ١٢٠٠٠ زرو ته رسېږي .








