تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مسکو کې د افغانستان په تړاو کېدونکې غونډې ته طالبان هم "بلل" شوي
په کابل کې د روسيي سفیر د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر ته "بلنه" ورکړې چې په مسکو کې د افغانستان په تړاو کېدونکې غونډه کې ګډون وکړي.
د روسيې سفیر دیمیتري ژیرونوف د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره لیده کاته او خبرې کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر شنبه د جولای پر ۱۵ د دغه لیدنې خبر خپور کړی.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه رسنیز کارکوونکي ضیا احمد تکل ویلي، "مسکو فورمټ" ناسته چې پر افغانستان به بحث کوي د طالبانو حکومت ته په کې "بلنه" ورکړل شوې.
هغه د بهرنیو چارو د چارسمبالي وزیر امیر خان متقي له خولې د مسکو ناسته د سیمې د هېوادونو په همغږۍ او ګډې همکارۍ کې مهمه بللې ده.
د ۲۰۲۲ په نومبر کې د روسيې له لوري د افغانستان په تړاو وربلل شوې غونډه کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې. طالبان چې په وروستیو کلونو کې د یوه غورځنګ یا ډلې او تېر دوه کلونه د واکمنو په توګه له روسيې سره نږدې اړیکې پالل، په دغه غونډه کې یې نه ګډون بېلابېلې انګیرنې له خلکو سره رامخې ته کړې.
خو د طالبانو حکومت یې په ځواب کې وویل، "د دوی د روسیې په ګډون د سیمې له ټولو هېوادونو سره د ښه نیت او همکارۍ اړیکې غواړی."
د روسیې په کوربتوب د چین، ایران، هند او پاکستان ترمنځ د غونډو دا لړۍ په ۲۰۱۷ کال کې پیل شوې.
دا هغه مهال و چې امریکايي ځواکونو له افغانستان د وتلو لپاره پر تیاریو کار کاوه. د دې ناستو په وروستیو پړاونو کې بیا د منځنۍ اسیا له هېوادونو ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان هم پر دغو سلا مشورو او غونډو کې ورګډ شول.
د طالبانو د حکومت لپاره د سیمې د هېوادونو لوی او وړې غونډې ځکه مهمې دي، چې تر دې وخته د نړۍ هېڅ هېواد دوی په رسمیت نه پېژني، او د استازولۍ د نشتوالي له کبله افغانستان له نړیواله دریځه ګوښی پاتې دی.