تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امیر خان متقي افغانستان کې د چینايي وګړو د خوندیتوب ډاډ ورکړی
د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي، د چین د بهرنیو چارو نوي وزیر چن ګانګ ته ډاډ ورکړی، چې افغانستان کې به یې د وګړو او شرکتونو امنیت خوندي وي.
د طالبانو د ویاند مرستیال ضیا احمد په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې د دواړو غاړه تر منځ دغه خبرې پر ټلیفون شوې دي.
ښاغلي احمد همدا راز ویلي، د دواړو غاړو تر منځ په دغه یو ساعته خبرو کې د دوه اړخیزو ډیپلوماتیکو اړیکو، ګډې سوداګرۍ، په افغانستان کې د چین له خوا پانګونې، امنیت او ثبات په اړه خبرې شوې دي.
ښاغلي متقي ویلي هیله لري چې د چین نوي وزیر د دندې په موده کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې لا پراخې شي. "چین هم په نړیوال او د افغان حکومت په بهرني سیاست کې مهم دی."
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي افغانستان "د یو چین پر پالیسۍ" باور لري، چې اشاره یې د تایوان ټاپو وزمې ته ده، چې چین یې د خپلې خاورې برخه ګڼي.
ښاغلي متقي دغه راز ویلي د دواړو هېوادونو تر منځ د امو د نفتو د حوزې وروستی تړون یو مهم پرمختګ دی او کولای شي د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو له پراختیا سره ډېره مرسته وکړي.
هغه زیاته کړې د طالبانو حکومت د سیمې د امنیت او ثبات لپاره هلې ځلې کوي او هیچا او ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
ښاغلي متقي د چین د بهرنیو چارو وزیر ته "په افغانستان کې د چینايي وګړو او شرکتونو د امنیت" په اړه هم ډاډ ورکړی دی.
تېره میاشت په کابل کې پر یوه مېلمستون تر برید وروسته چې په ترڅ کې یې پنځه چینایان ټپیان شول، د چین د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې خپلو وګړو ته سپارښتنه وکړه چې له افغانستانه ووځي.
په دې ټلیفوني خبرو کې ښاغلي متقي د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د چین پانګونه مهمه وبلله.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په وینا ښاغلي چن ګانګ په دې ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چین به له افغان حکومت سره خپلو اقتصادي او پرمختیايي اړیکو ته دوام ورکړي. نوموړي دغه راز د کرنې برخه د افغانستان او چین ترمنځ د همکارۍ ښه ډګر بللی.
ښاغلي چن دغه راز ویلي په یوه مناسب وخت کې به له ښاغلي متقي سره وګوري.