تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امیر خان متقي: پاکستان دې "د پېښور چاودنه کې د پړې ګوته افغانستان ته نه نیسي"
د پېښور په یوه جومات کې د دو شنبې ورځې له خونړي برید دوځې وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي، پاکستان دې د دغه برید په اړه کره څېړنې وکړي.
د چهارشنبه په ورځ د طالبانو بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، پاکستان باید "د دې برېد له امله د پړې ګوټه افغانستان ته ونه نیسي."
امیرخان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره د یوه روغتون د پرانیستې غونډې ته کړې دي.
نوموړي وویل "د پاکستان له وزیرانو هم هیله کوو چې د خپل بام واورې پر نورو وانه چوي. خپل مشکلات دې په خپل کور کې وګوري. موږ مشوره ورکوو چې د پېښور د چاودنې دقیقه پلټنه وکړئ. دا هېڅ امکان نه لري چې یو ځانمرګی، یو واسکټ، یا یوه بوشکه دې دومره غټ تخریب وکړي."
ښاغلي متقي وايي د دوی تجربه ښيي چې ځانمرګي دغه ډول وېجاړۍ نه شي کولي. "په تېرو شلو کلونو کې موږ داسې بم یا واسکټ ونه لید چې د مسجد چتونه هم والوځوي او په سوونو انسانان دې هم له ځان سره والوځوي. نو دقیقه پلټنه دې وشي. افغانستان ته دې د پړې ګوټه نه نېول کېږي."
له دې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ددې هېواد ولسي جرګې ته د پېښور برېد په اړه ویلي وو چې ګواکې دغه ډول برېدونه د هغو خلکو کار دی چې له افغانستانه څخه را وستل شول.
خواجه اصف ویلي "دوه- درې کاله مخکې موږ ته ویل کېدل چې له دې خلکو 'پاکستاني طالبانو' سره خبرې کېدای شي او دوی سوله ییزې لارې ته راځي."
هغه پارلمان ته وویل، په دې اړه بېلابېلې نظریې وې، خو هغه مهال یې هېچا په اړه وروستۍ پرېکړه ونه کړه.
د پاکستان دفاع وزیر ادعا وکړه "هغه مهال له افغانستانه ځينې خلک پاکستان ته راوستل شول او په سوات او واڼه کې یې د خلکو غبرګونونه هم را وپارول."
پاکستاني چارواکي په مکرر ډول هلته د کېدونکو بریدونو پړه په هغو ډلو اچوي چې د دوي په وینا په افغانستان خوندي مرکزونه لري.
خو افغان لوری بیا دا تورنه نه مني.
د پېښور خونړي برید په اړه چې سلګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته څېړنې لا هم دوام لري.
څيړنې په دې ټکي ور ټولې دي چې څنګه یوې خوندي سیمې ته بریدګر له دومره ډېرو چاودېدونکو توکو سره ننوتی.
ددې پېښې پلټونکی افسر وایې د لومړنيو پلټنو په ترڅ کې د پېښې په ځای کې له موجودو چارواکو بیانونه اخیستل شوي، د سي سي ټي وي یا امنیتي کمرو ویډیوګانې کتل کیږي او د نورو ترلاسه شویو اسنادو پلټنه کوي.
د هغه په وينا، يوه خبره چې روښانه ده هغه دا ده چې بريد له پوره پلان سره سم ترسره شوى، چې په کې د پوليسو په امنیتي لیکه کې د اسانچارۍ رامنځته کولو د شته والي احتمال رد نه شي.
د پولیسو مشر پلټونکی وایې لومړنۍ موندنې ښيي چې په دومره لویه کچه چاودونکي توکي د برید ګر او اسانچاري د یوې ورځې کار ندی بلکې په څو ځلونو کې لېږدل شوي چې دا کار هلته د موجودو پولیسو مسئولیت نور هم درنوي.
د پېښور برید چې په پراخه کچه غبرګونونو سره مخ دی، په اړه یې د جدي او بې پرې څېړنو غوښتنه کیږي.