د بښنې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په پنجشېر کې په بشریت-ضد جرمونو تورن کړی

د بښنې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په پنجشېر کې د وژنو او ربړونو په ګډون پر بشریت-ضد جرمونو تورن کړی دی.

دې ټولنې په خپل یوه نوي رپوټ کې ادعا کړې، چې د طالبانو امنیتي کسانو په دغه ولایت کې شپږ تنه ناقانونه وژلي، چې په وینا یې، درې تنه پکې په وهلو ټکولو وژل شوي دي. د طالبانو حکومت دا ادعاوې رد کړې او بې بنسټه تبلیغات یې بللي دي.

د بښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې وايي، د طالبانو ځواکونو په پنجشېر کې ولسي وګړي په نښه کړي، ځورولي او وژلي یې دي. دوی بندیان له قانوني بهیر پرته اعدام کړي او د خلکو ډارولو لپاره د هغوی ډله ییزې نیونې ته لاس اچوي.

د دې بنسټ مشره اګنیس کالمار وايي، د طالبانو هغه تکتیکونه چې ولسي وګړي له مقاومت جبهې سره د تړاو په تور نیسي او ځوروي یې د پنجشېر خلکو کې وېره رامنځته کړې ده. دا وايي، د طالبانو له لوري د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو اوږد دی او په دې کې ځورونه، یرغمل نیول، د خلکو د کورونو سوځول او ناقانونه بندي کول راځي.

مېرمن کالمار وايي، دا هر عمل کرکه پاروي او د طالبانو دغه کړنې له ډله ییزې سزا سره برابرې دي، چې پخپله یو بشریت ضد جرم دی. د بښنې نړیوال سازمان په خپل رپوټ کې کاږي، طالبان د کلیو نارینه او ځوانان نیسي، بې له تورونو یې بندیانوي او نورو ته د عبرت په توګه یې وهي، ټکوي.

د ایمنسټي انټرنېشنل په خبره په خپل رپوټ کې یې د مقاومت جبهې د څو کسانو د اعدام پېښې ثبت کړې دي. په یوه پېښه کې لږ تر لږه شپږ کسان یا ښايي نهه کسان د تېر کال په سپتمبر کې د یوه غره په ډډه کې د هزاره درې ته نژدې اعدام شوي دي. دا سازمان ادعا کوي، چې له دې پېښو لاس ته ورغلي تصویرونه یې ازمایلي او موندلې یې ده، چې دا د طالبانو انځورونه دي، چې ښيي شپږ کسان یې لاس تړلي د یوې غونډۍ پر لور روان کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان په وینا نورې ویډيوګانې ښيي چې د دې کسانو سترګې تړل شوې، او شا ته یې د طالبانو وسله وال ولاړ دي. په ویډیوګانو کې ښکاري چې د طالبانو وسله وال ۱۹ ثانیې ډزې پرې کوي، پنځه تنه یې وژني چې له غونډۍ لاندې رغړي. د بښنې نړیوال سازمان زیاتوي چې په دریو پېښو کې د طالبانو پوځیانو نیول شوي ولسي وګړي تر شکنجې لاندې وژلي وو. دا شپانه وو، چې خپل څاروي یې څړځایونو ته بیول.

د طالبانو غبرګون

د سازمان په وینا د وژل شویو کسانو پر بدنونو د وهل، ټکول کېدو نښې ښکارېدې. بل لور د طالبانو حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د ایمنسټي انټرنېشنل دا رپوټ منفي تبلیغات وبلل. نوموړي بي بي سي ته وویل:

''دغه ادعا موږ ردوو، چې په افغانستان کې دې وژنې شوې وي یا دې بې محکمې نیونې او ځورونې شوې وي، د وژنو هېڅ یوه پېښه نه ده شوې او د نیول شویو کسانو په برخه کې باید ووایم ښايي هغه کسان نیول شوي وي، چې هغوی د عامه امنیت په مقابل کې درېدلي وي یا یې له هغو شریرو ډلو سره تماسونه کړي وي، چې هغوی لا هم په افغانستان کې د جګړې او وینې تویېدنې پلوي دي او له همدې کبله محاکمو حکم پرې کړی وي او زنداني شوي وي، داسې یو شمېر به وي، خو د ځورونې هر مورد موږ ردوو. ځورونې زموږ په ټول قضايي سیسټم کې نه شته، هر څه چې د اسنادو پر مټ ثابت شي، بیا مجازات شته چې د درې ګونو محاکمو له پرېکړو وروسته تطبیق کېږي. ''

ښاغلی مجاهد وايي، دوی د ملکي خلکو ځورولو یا وژلو رپوټونه په کلکه ردوي، خو په وینا یې څو میاشتې مخکې په پنجشېر او اندرابونو کې ''ځینې شریر عناصر '' چې له دوی سره یې جګړه کوله د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي. نوموړی وايي، د بښنې نړیوال سازمان تازه رپوټ ''د بدګومانۍ رامنځته کولو، تفرقې اچولو او د نظام پر وړاندې یوه دسیسه غوندې راته ښکاري (او) واقعیت نه لري. ''

د بښنې نړیوال سازمان بیا له طالبانو غوښتي چې د دوی لخوا د ثبت شویو پېښو اسناد وڅېړي او ترسره کوونکي یې په عادلانه ملکي محکمو کې محاکمه کړي. دا بنسټ وايي، دا چې طالبان د رښتینو پلټنو وړتیا او اراده نه لري، نو ځکه د بښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شوراغواړي چې د احتساب یو ناپیلی نړیوال میکانیزم جوړ کړي چې د راتلونکو عدلي بهیرونو لپاره شواهد وساتي. په دې بهیر کې عدلي څارنې او رپوټ ورکول ځایدلای شي.